درې میا شتې مې کابل کې تیرې کړې، درې اونۍ وړاندې ترې راغلم. وطن مې جنت نښان، بلکه جنت وباله، تر دې حده مې وستایه چې کله به چې چیرته ځانمرګي حمله ځینو یارانو ملنډې راپورې وهلې، ټېلفون یا ایمیل یا فیسبوک کې یې زیری راکاوه چې نن بیا ستا جنت کې د طالبانو عزازیل اتڼ جوړ کړ.
یوې زړې میرمنې (خاله خماري) زما کور کې کار کاوه، چې ګړز به شو هغه به تروره شوه، له پخلنځي به یې چیغه کړه، «پدر، باز افتلاق شد، ده چارايي مسعود» ما به ورته په خندا خپله پخوانۍ خبره تکرار کړه،«مه دیدیم کار(ې) ته کو»
ما به د هغې اعصاب آرامول خو زه خپله هغه شیعه وم چې زموږ کلیوالو ورپورې ویل قبر یې ښکلی ورته جوړ کړی و خو په مینځ کې یی اوربلیږي. بس د جمعې په ورځو می بهیر ته تګ یا میلمستیاوې وې. یا به یاران اپارتمان ته راتلل. په شعر او ادب یا په سیاست یا پر کتابونو غږېدو. هیچا د نن سهار په افتلاق(انفلاق) یا په نورو روانو ناتارونو کل فدرې هم نه کاوه، څنګزن ورنه تیریدل. زه فکر کوم یارانو نه غوښتل چې ما میلمه خوا بدی کړي. بس هندوانې او د خدای نور خواږه وو چې خاله خماری د میلمنو مخې ته ایښودل. یارانو په خندا کوله، یو بل ته به یې سترګې ټومبلې چې د استاد ډالرې دي، بېدریغه پرې مزې کوئ. هیڅوک یې په سنه کې نه و چې نن سهار باړونه چلېدل او د اطفایي د موټرو ټیټا ټیټا لا هم روانه ده. چې ما به یاده کړه دوی به په خندا ویل. هر سړی پیدا دي خپل خپل کار لره کنه، ها ها ها استاده موږ له همدې امله هندواڼه په دومره خوند سړپوو چې تر شپې به ژوندي یو که نه. دا دټایټانیک د ډوبېدنکې بیړۍ د سپرلیو وروستی اتڼ راښکاره شو. خو په دوی کې به کله اسد غزنپر هم و چې په معقولیت او سړه سینه مشهور دی. هغه به تل وار نه خطا کاوه، نورو یارانو نه به چې لار ورکه شوه ده به تسلي ورکوله. تل یې د تورې سمڅې هابل سر کې رڼا لېدله. اوس اورم چې د ولسمسرغني په دلبار کې د کولتوري چارو سلا کار وزیر دی. ګویا دی هم د زرین انځور سیال شو، په کولتوري مافیا کې شامل شو چې ویرېږم چې هم به زمور له ښې وځي، هم به د معنوي وارو ټلوالو د کوتکمارو ښکار شي.
د کاناډا یوه یار په تېلفون کې ستړي مشي راکړه او بیا یې زیاته کړه « نه مې وو درته ویلي؟ لا هم خپله د کابل د شپو ترانه وایه چې وطن جنت دی او جنت دی او جنت دی»
د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۵ د جنورۍ په ۵ مه په تاند کې خپره شوې وه.