جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهامریکا افغانستان ته ۴۳ میله واټن وهونکي توپچي توغندي رالېږلي

امریکا افغانستان ته ۴۳ میله واټن وهونکي توپچي توغندي رالېږلي

تاند (پنجشنبه د ثور ۹) د امریکا مرکزي ځواکونو قومندانۍ په ډاګه کړې چې د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر د ملاتړ لپاره یې د توغندیو توپچي سیسټم افغانستان ته رالېږلی دی.

د امریکا پوځ پر خپل ټویټر لیکلي چې دا توغندي په خورا دقت د شپې او ورځې شاوخوا ۴۳ میله لرې واټن په نښه کولی شي.

د پوځ په وینا، دغه سیسټم یې له کویټ څخه افغانستان ته لېږدولی دی چې توغندي یې له موټرو څخه توغول کېږي.

تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې دغه توغندويي سیسټم به د افغانستان په کوم ولایت کې ځای پر ځای کېږي.

خو امریکايي چارواکو ویلي چې دا توغندوي پخوا هم د افغانستان په هلمند ولایت کې کارول شوی دی.

پر دې سربېره د امریکا دفاع وزارت څو ورځې مخکې وویل چې ‎له افغانستانه د خپلو ځواکونو د خوندي اېستلو لپاره دغه هېواد ته نږدې ۶۵۰ سرتېري استوي او هم یې سیمې ته څو بي-۵۲ ډوله الوتکې استولې دي.

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل؛ امریکا دوه نورې بي ۵۲ الوتکې هم سیمې ته رالېږلې

د ویلو ده چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر په خپلو وروستیو څرګندونو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته چمتووالی ښودلی و او ویلي یې و چې د مۍ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته به د تاوتریخوالي دوام او بریدونه د طالبانو ستره تېروتنه وي او دغه ډله باید پوه شي چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار سیاسي توافق دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب