سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ملي مصالحې شورا وايي، طالبانو د سولې طرحه ورسره شریکه کړې

د ملي مصالحې شورا وايي، طالبانو د سولې طرحه ورسره شریکه کړې

تاند(چهارشنبه، د ثور ۸) د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سیلیم وايي چې وسله والو طالبانو د سولې لپاره خپله طرحه له دې شورا سره شریکه کړې ده.

سلیم نن د ثور د اتمې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هیله لري چې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا طرحه د طالبانو له طرحې سره د یوځای کېدو په نتیجه کې په افغانستان کې د سولې لپاره یو ګډ نظر رامنځته کړي.

سلیم د طالبانو د طرحې د جزییاتو په اړه څه ونه ویل.

طالبانو هم تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې د سولې په اړه کومه طرحه لري.

ده هیله څرګنده کړه چې د حکومت او طالبانو د طرحو له یوځای کېدو به یوه ګډه طرحه جوړه او سوله رامنځته شي.

په همدې منځ کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د ثور د اتمې په مناسبت په وینا کې وویل چې باید له تېرو ترخو تجربو درس واخیستل شي او د سولې لپاره کار وشي.

ده وویل چې هیڅوک د زور له لارې په افغانستان کې خپله خوښه پر نورو تپلی نه شي، نو دا د طالبانو لپاره ښه فرصت دی چې جګړه بس کړي، دیموکراتیکه لار غوره کړي او په واک کې شریک شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی