Home+سن رایزر وبایلله خو راشدخان وځلېد

سن رایزر وبایلله خو راشدخان وځلېد

تاند(چهارشنبه، د ثور ۸) د افغانستان او نړۍ نامتو لوبغاړي راشد خان، چې په سن رایزر لوبډله کې لوبېږي، د دې لوبډلې او چینای سوپرکینګ په مسابقه کې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

سره له دې چې دا سیالي چینای سوپرکینګ وګټله، د حیدراباد سن رایزر ته د راشد خان باولینګ فوق العاده و. ده د سیالې لوبډلې درې تر ټولو تکړه توپ وهونکي وسوځول.

د حیدراباد سن رایزر د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۷۱ منډې کړې وې خو چینای سوپرکینګ یوازې د درو لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې، چې راشد خان وسوځول، هدف پوره کړ.

دا مسابقه چینای سوپرکینګ په اوو ویکټونو او ۹ توپونو وګټله.

دې ماتې پایلوبې او نیمه پایلوبې ته د حیدراباد سن رایزر هیلې ورژولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...