سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونههند کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت د کورونا ناروغانو ته...

هند کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت د کورونا ناروغانو ته اکسیجن چمتو کوي

تاند  –  د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد کې یوه ځوان د کورونا په دې سختو شپو ورځو کې ناروغانو ته په وړتیا ډول اکسیجن برابروي.

د راپورونو له مخې، دې ځوان شپه ورځ په ځان یوه کړې او د خپلو هېوادوالو خدمت ته یې مټې رانغاړلي دي.

هندي رسنۍ وایي، شاهنواز شېخ چې د هند په اترپردېش ایالت کې اوسېږي، د کرونا په دې شدید توپان کې چې هندي وګړي له مرګ او ژوند سره لاس او ګرېوان دي، دی ورته په وړیا توګه د اکسیجن ډبې ډکوي او هغوی ته یې ورکوي.

راپورونه کاږي، دې ځوان ته اوس په خپله سیمه اعظم کړوه کې خلک د اکسیجن په نوم خطاب کوي او پر همدې نوم مشهور شوی دی.

د معلوماتو پر اساس، تر دې وړاندې دې ۳۱ کلن مسلمان ځوان د کرونا پر مهال په وړیا توګه له کرونا څخه متأثرینو ته خوراک/ څښاک برابراوه؛ خو اوس یې ناڅاپه خپله تګلاره بدله کړې، د اکسیجن ډبې ډکوي او د کورونا ناروغانو ته یې وړیا ورکوي، چې تشه ډبه ورته بېرته سپاري.

د سوني ټلویزیون یوه خپرونه کې چې دا ځوان ملمه وو په خپلو خبرو کې وویل چې دې کار ته یې وروسته له هغې ملا وتړله چې امیندواره خور یې چې کرونا نېولې وه، روغتون ته په لاره کې یې د اکسیجن د نه شتون له امله په رېکشه کې سا ورکړه.

د هغه په وینا، د دې چارې له پیله یې زرګونه ځلې د اکسیجن ډبې ناروغو ته ډکې کړي چې پر اړوند ځای یې د مراجعینو ګڼه ګوڼه هم ورځ تر بلې ډېرېږي.

نوموړی وایي، پخوا به ورته د ورځې له لس تر دېرشو پورې کسانو مراجعه کوله، خو اوس ورته د ورځې آن شپږ سوه کسان مراجعه کوي.

د نوموړي لپاره د خفګان وړ دا ده، چې د ده په خبره اوس ورسره بودیجه په ختمېدو ده او غواړي د څو لکو هندي کلدارو په قېمت شخصي موټر خرڅ کړي.

نوموړی د دې ستونزې سره ــ سره لا هم په وړیا توګه دا لړۍ جاري ساتي او ځينې مراجعین هم چې اقتصادي حالت یې نسبت ښه دی، دوه سوه او یا هم تر دې زیاتې پیسې هم ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هند کې روانه میاشت د کورونا لړۍ په سرعت سره خورېږي چې مسوولان یې هم سخت وارخطا کړي او په روغتونو کې ناروغان نه ځایېږي.

د هندي رسنیو له لوري په خپرو شویو انځورونو کې د کورونا ناروغان ليدل کېږي چې د سړکونو پر غاړو پراته او یا یې هم جسدونه اېښودل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی