جمعه, مې 17, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۷) |لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۷) |لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی  لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

اوومه برخه

د چمن لنډ داستان

کله چې تاریخ با ثباته او منظم قوانین نه لري او کله چې موږ نه پوهیږو تاریخ په کومه روان دی نو ولې موږ تاریخ لولو؟ داسې ښکاري چې د څېړنو اصلي موخه د راتلونکې په اړه اټکل دی. تمه دا ده چې د هواپیژندنې متخصص اټکل وکړي چې سبا به باران وي که لمرینه ورځ، دغه راز اقتصاد پوه باید پوه شي چې د پیسو د ارزښت کمېدل به اقتصادي کړکحچ پيدا کړي، که اقتصادي ستونزه به حل کړي، یو ډاکټر باید اټکل وکړی شي چې د سږو د سرطان په معالجه کې بیوکمیکل درملنه اغیزمنه ده که د ایکس شعاع. په همدې ډول له تاریخپوه هم غوښتل کیږي چې زموږ د نيکونو او تیرو نسلونو تاریخ وڅیړي په دې ډول چې موږ د دوي سمې پریکړې بیا عملي کړو او له ناسمو ېې ډډه وکړو. خو دغه کارتقریباً ناشونی دی ځکه چې زموږ وخت له پخوا وختونو سره ډیر توپیر لري. دا به د وخت ضایع کول وي که موږ د پوني په دویمه جګړه کې د هانیبال جنګي تکتیکونه مطالعه کړو او په دریمې نړیوالې جګړې کې ترې استفاده وکړو.«هانیبال له میلاده ۲۱۸ کاله مخکې د کارتاژانو او رومیانو په جګړه کې یوه زړور قوماندان ؤ.ژباړن». هغه جنګي تکتیکونه چې د سپرو سپاهیانو په جګړه کې اغیزمن وو په کمپیوټري او سایبري جنګونو کې د استفادې وړ نه دي.

څیړاند یوازې په دې بوخت نه دي چې د راتلونکې اټکل وکړي. پوهنتونوال په ټولو برخو کې کار کوي چې زموږ لرلید نور هم پراخ کړي تر څو موږ د راتلونکې لپاره نوي او ناپېژندل شوي امکانات برابر کړاي شو دغه چاره ډیره د تاریخ په هکله سمه ده. تاریخ پوهان هم اټکلونه کوي «که څه هم ډیر ځله بریا نه لري» خو تاریخي څېړنې غواړي ټول واقعیتونه رامخته کړي او موږ دې چمتو کې چې هغه امکانات هم وګورو چې غالباً فکر پرې نه کوو.تاریخپوهان د تیر وخت څېړنه د دې لپاره نه کوي چې موږ ېې بیا تکرار کړو بلکه د دې لپاره ېې کوي چې ځان ترې خلاص کړو.

موږ ټول په یوه مشخص تاریخي واقعیت کې زیږیدلي یو چې دغه تاریخي واقعیت خپل خاص نورمونه او ارزښتونه لري. دغه راز په خاصو سیاسي او اقتصادي سیستمونو سره اداره کیږي. دغه واقعیت ډیر ښکاره دی، فکر کوو دا طبیعي چاره ده چې څوک ېې مخه هم نه شي نیولی او بدلیداي هم نه شي. موږ دا هیرو چې نړۍ له یو لړ پرله پسې تصادفي پیښو جوړه شوې ده، او همدغه تاریخ نه یوازې ټیکنالوجي، سیاست، او ټولنه رامنځته کړې بلکه زموږ فکرونه، ویرې او خیالونه ېې هم جوړ کړي دي. د تیر وخت سوړ لاس زموږ د نیکونو له هدیرو لاس را اوږدوي له څټ څخه مو نیسي او مخ مو د یوه مشخص راتلونکي په لور اړوي. دغه لاس له زېږېدو راهیسې پیژنو له همدې امله فکر کوو همدا زموږ قسمت او زموږ د شتون نه بېلېدونکې برخه ده ځکه خو ډیر لږ ځان خوځوو او له دې کړۍ ځان خلاصوو او د راتلونکو امکاناتو لپاره په نورو لارو پسې ګرځوو. له تاریخه د زده کړې هدف هم همدا دی چې د تیر وخت له دغو منګولو او سړو لاسونو ځان خلاص کړو. د تاریخ مطالعه دغه توان راکوي چې سر وخوځوو او شاوخوا وګورو او هغه امکانات او شرایط برابر کړو چې پلرونه او نیکونه مو پرې نه وو خبر او یا ېې نه شوای لیدلی. کله چې موږ د پرله پسې تصادفي پیښو دغه بهیرچې موږ ېې تر دې ځایه را رسولي یو ښه وڅیړو نو په دې پوهیدای شو چې څنګه زموږ فکرونو او خیالونو بڼه خپله کړه، بیا متفاوت فکر کولی شو او متفاوت خوبونه کتلی شو. د تاریخ مطالعه موږ ته دا نه وايي چې څه شی انتخاب کړو، بلکه موږ ته لږ تر لږه څو امکانه او څو انتخابه راکوي. هغه حرکتونه چې غواړي نړۍ بدله کړي معمولاً د تاریخ په لیکولو سره پیل شوي دي چې خلکو ته دغه امکان ورکړي ترڅو راتلونکې ته په نوي نظر وګوري. دا مهمه نه ده چې دغه حرکتونه څه غواړي، که ته غواړې کارګران عمومي کاربندیز وکړي، که غواړې میرمنې د خپل بدن اختیار په خپله ولري، او یا له توکم پالنې سره مخامخ اقلیتونه  وغواړي چې سیاسي حق ورکړل شي دا ټول هغه لومړني ګامونه دي چې د دوي تاریخ بیا بیان شي. دغه نوی تاریخ به ووايي چې « زموږ اوسنی حالت نه طبیعي دی او نه تلپاتې او دایمي. هرڅه یو وخت بل ډول وو، اوسنۍ بې انصافه دنیا له یو لړ پر له پسې تاریخي پیښو رامنخته شوې، که موږ ځیرکانه اقدام وکړو موږ خپله دنیا بدلولی شو او داسې یوه نړۍ جوړولی شو چې ډیره ښه وي». له همدې امله مارکسیستان بیا بیا د کپیتالیزم تاریخ بیانوي، فیمینستان د نرواکه تولنې جوړیدا مطالعه کوي، او امریکايي تورپوستي د مرییتوب د وخت ظلمونه او خشونت یادوي. دوي نه غواړي چې تیروختونه بیا تکرار شي بلکه غواړي ځان ترې خلاص کړي. د لویو ټولنیزو انقلابونو په شان په ورځنیو کوچنیو چارو کې هم کیسه په همدې شان ده. یوه ځوانه جوړه چې نوی کور جوړوي ښايي له انجنیره پوښښتنه وکړي چې د کور په حویلۍ کې ورته یو ښکلی چمن هم په پام کې ونیسي. انجنیر به پوښتنه وکړي چمن د څه لپاره؟ ښايی د دوي ځواب دا وي چې « یو وړوکی چمن ښه ښکاري». خو ولې دوي فکر کوي چې په یوه وړوکي چمن سره حویلۍ ښایسته کیږي؟ دا هغه کیسه ده چې په تیر تاریخ کې پرته ده.

 د ډبرو د زمانې ښکاري انسان د خپل سمڅو په خوله کې چمن نه ؤ کرلی، د پخواني روم په پلازمېنه اتن کې په اکروپولیس کې د میلمنو د ښه راغلاست لپاره شنه پټي نه ؤ جوړ شوي او نه هم د یوراشلیم په پخواني عبادت ځاي کې او یا د بیجینګ په کلابند ښار کې دغسې څه نه ؤ لیدل شوي. په شخصي کورونو او رسمي ځایونو کې د چمنونو د کیښودلو دود د منځنیو پېړیو په وروستیو کې د فرانسې او انګلستان د اریستوکراتانو یا اشراف زادګانو په ماڼیو کې پيل شو. دغه دود په وروستیو پیړیو کې ډیر شو او په یو ډول د اشرافیت او خانۍ په سمبول بدل شو.

سم او منظم چمن ډیر کار او پالنه غوښته په تیره بیا د چمن رېبل، او د اوبولو مډرن سیستم ورته پکار دی خو هیڅ ترې نه  ترلاسه کیږي حتي څاروي هم ترې استفاده نه شي کولی ځکه چې څاروي چمن نه خوري او که پکې ګرځي نو خرابیږي. یو بې وزله کروندګر د چمن لپاره نه وخت لري او نه هم کافي پیسې. او د ماڼیو په وړاندې د اشرافیت او خانۍ دغه سمبول یوازې د ځان ښوونې لپاره وو. چمن په یو ډول د ماڼۍ په مخکې تیریدونکي کس ته په ویاړ ویل چې «زه شتمن او د قدرت خاوند یم، ډېره ځمکه او کروندګر لرم، او زه دا وس لرم چې داسې تلپاتې شین چمن ولرم». چې چمن به څومره لوي او منظم ؤ نو دغه خان به هومره شتمن او د قدرت خاوند ؤ. کله چې به د یو خان یا اشرف زاده د کور له مخې تیر شوې چې چمن ېې وچ اوخراب دی نو پوه شه چې کومه ستونزه لري.۵۱

 دغه ګرانبیه چمنونه کله ناکله د لویو جشنونو لپاره پرانستل کیدل  له دې پرته چا ته اجازه نه ورکول کیده چې په چمن کې وګرځي. نن سبا هم د حکومتي ودانیو، ماڼیو اوعمومي ځایونو کې لوحې لګیدلي وي چې چمن ته ننوتل منع دي. زما په پخواني اکسفورډ کالج کې هم ټوله شاوخوا ځمکه په یوه ښکلي او لوي چمن پوښل شوې وه چې مونږ په کال کې یو ځل اجازه درلوده دغه چمن ته ورننوځو. خداي مه کړه چې کوم بل خوار زده کړیال له دغو سپېڅلې او مهمې ورځې پرته بل وخت دغه چمن ته ننوځي.

د باچایانو په ماڼیو او د اشراف زاداګانو او خانانو په قصرونو کې چمنونه د قدرت سمبولونه وو، کله چې باچاهۍ ړنګې شوې او کله چې د اشراف زادګانو سرونه غوڅ شول نو دغه ماڼۍ ولسمشرانو، او لومړي وزیرانو ته ورسیدې او دوي دغه ماڼۍ همداسې وساتلې. پارلماني ودانۍ، سترې محکمې، د ولسمشرۍ، لومړي وزارت ماڼۍ او نورې حکومتي ودانۍ لا هم په هر متر شنه او ښکلي چمن او شنو پاڼو سره د واک او قدرت تداعي کوونکي دي. دغو چمنونو د سپورت نړۍ هم د ځان کړه. انسان له زرګونو کلونو راهیسې په هر ډول ځمکو کې لوبې وکړې. له کنګلونو رانیولې تر بیدیاوو پورې خو له وروستیو دوسوو کلونو راهیسې مهمې سپورتې لوبې لکه فوټبال او ټینس په چمنونو کې ترسره کیږي. طبیعي خبره ده هغه کسان دغه کار کوي چې وس ېې لري. د «ریو ډې ژینیرو» په فاویلاینې کې د برازیل د راتلونکې فوټبال لوبغاړي په لاس له جوړ شوي توپ او د شګو او خاورو په لوبغالو کې لوبې کوي، خو د شتمنو کلیوالو ماشومان په ښکلو او پستو چمنونو کې فوټبال کوي.

دا ددې ښودنه کوي چې د انسانانو لپاره چمنونه د سیاسي قدرت، ټولنیز موقیعیت، او اقتصادي توان سمبولونه دي، دا نو د حیرانتیا خبره نه ده چې د نولسمې پیړۍ بورژوازۍ یا فیوډالانو چمنونه تر خپل  ټټرلاندې کړل. په سر کې د بانک خاوندانو، وکیلانو، اود کارخانو مالکانو د خپلو کورنو په مخکې کې د دغسې لوکس او فیشني ځاي د جوړولو وس درلود، کله چې په صنعتي انقلاب سره شتمن زیات شول، او د چمنونو د ریبلو ماشیونونه او د ابوخوړ اتوماټیک سیستم رامنځته شو نو په میلیونونو کورنیو دا وس پيدا کړچې په حویلیو کې چمنونه وکري. په امریکا کې چمنونه له شتمن او لوکس شي د متوسطې پرګنې په اړتیا بدل شول. په دې ډول ښارونو ته د څیرمه خلکو لپاره چمنونه په یو رواج بدل شول. په کلیساوو کې د یکشنبې د ورځې له عبادت وروسته به خلک کورونو ته تلل او په خپلو چمنونو کې به ېې بنډار کاوه. که چا به پر سړکونو یو چکر واهه د چمنونو له اندازې او شین والي به پوهیده چې کورنۍ څنګه اقتصادي حالت لري. د چمن له بد او ناسم حالته پرته بل داسې کومه نښه یا علامه نه وه چې  د مثال په توګه وښيې د جونز په کور کې کومه ستونزه یا ناخواله شته. نن سبا په امریکا کې له جوارو او غنمو وروسته د چمن کر کیله زیاته ده. د چمن کر کیله «چمن، کود، ریبل، د اوبو خوړ سیستم، او د بوټو او ګلانو کر کیله» په کال کې په میلیاردونو ډالره عاید لري.۵۱

د فرانسې په لُور دره کې د چاتوې دي چامبورډ چمن. لومړني باچا فرانسوا هغه د شپاړسمې پيړۍ په لومړیو کې جوړ کړ او هرڅه له همدې ځایه پیل شول.

د سپینې ماڼۍ چمن د دویمې الیزابیت د ښه راغلاست دستورې

ماریو ګوتز د ۲۰۱۴ کال په نړیوالو لوبو کې د ماراکانا په لوبغالي کې د چرمني لپاره برخلیک ټاکونکی ګول وهي

د نیمه بورژوازۍ ایډیال

د چمن کرکېله یوازې په امریکا او اروپا کې مشهوره نه شوه. حتي که چا په فرانسه کې د لویر ویلا هم نه وي لیدلي خود سپینې ماڼۍ مخې ته ېې په چمن کې د امریکا د ولسمشر وینا اوریدلي وي، په شنو چمنونو کې ېې د فوټبال مهمې سیالۍ لیدلي دي، او د هومر او بارډ سیمپسون په سریال کې ېې د چمن د ریبلود نوبت په سر لانجه کتلي وي. په ټوله نړۍ کې خلک چمنونه له واک، شتمنۍ او پرسټیژ سره تړلي بولي. ځکه خو دغه دود په ټوله نړۍ کې له لویدځ تر ختیځه پراخ شوی دی او اوس نو د اسلامي نړۍ د خلکو زړونو ته ېې هم لار موندلې ده. په قطر هیواد کې د اسلامي هنرونو موزیم جوړ شوی دی چې شاوخوا ېې ښکلي چمنونه کرل شوي دي. دغه موزیم ډیر د فرانسې د څوارلسم لويي د «ویرسایلس» ماڼۍ ته ورته دی تر دې چې په بغداد کې د هارون الرشید ماڼۍ په شان وي. دغه موزیم یوې امریکايي کمپنۍ ډیزاین کړی دی. د عربو د وچ ډاګ په منځ کې پر یو لک مترمربع ځمکې شین چمن ډیرې اوبه غواړي. دغه رازد دوبۍ او دوحې شاوخوا د منځنۍ کچې کورنۍ هم پر خپلو چمنونو ویاړي. که د نارینه وو سپین کمیسونه او د مېرمنو تور حجابونه  نه واي سړي فکر کاوه چې په منځني لودیځ کې ګرځي نه په منځني ختیځ کې. اوس چې تاسو د چمن دغه لنډ تاریخ دلته ولوست د کور جوړولو په وخت کله چې غواړئ چمن وکرئ ښايي دوه ځله فکر وکړئ. طبیعي خبره ده چې د چمن د درلودلو یا نه درلودلو په هکله ته ازاد ېې خو د دغه کلتوري اغیز د پريښودو په برخه کې چې ایا د لودیځ او د کپیټالیستانو او اشراف زادګانو دغه دود ته غاړه کیږدې، که نه؟ بل فکر وکړې او وبه غواړې د چاپان له خلکو په الهام سره له ډبرو جوړه باغچه ولرې؟ او یا ښايي په خپل ابتکار یو نوی شی جوړ کړې. له تاریخه زده کړه همداسې وي. سړی باید تر یو حده هڅه وکړي چې له پخواني چوکاټه ځان وژغوري. که څه هم موږ په کامله توګه د پخوا له اغیزه ځان نه شو خلاصولی خو لږ ازادي هم تر هیڅ ښه وي.

د تیاتر په لومړۍ صحنه کې پر دېوال ځوړند ټوپک

د دغه کتاب د اټکلونو اصلي خوند یوازې په دې کې دی چې زموږ د وخت پر مسلو بحث وشي دا په یو ډول بلنه هم ده چې راتلونکی بدل کړي. دغه اټکل او پیشبیني چې بشرغواړي پر مرګ برلاسه شي او دایمي ژوند ترلاسه کړي، نیکمرغۍ، او خدايي قدرت ته ورسیږي ډیرداسې یوې پيشبینۍ ته ورته دی چې کله خلک کور جوړوي په کور کې د یوه چمن د درلود لو هیله کوي. ډیر احتمال شته چې چمن ولرئ خودا احتمال هم شته چې کله پر دې مسلې بحث وکړئ نو ممکن د چمن په ځاي بل شی غوره کړئ. کله چې پر یو شي بحث وشي او مطرح شي خلک فکر پرې کوي. خلک یوازې د دې لپاره د دایمي ژوند، خدايي قدرت اونیکمرغۍ پر خوبونو نه حیرانه کیږي چې دغه کلمې نوې او بیګانه دي، بلکه د دې لپاره هم حیران کیږي چې دا دومر عامه خبره نه ده او کله هم دومره زیاته نه وي مطرح شوې چې انسانان په لومړي ځل د کیسې اصلي برخې ته راشي. کله چې دوي د لومړي ځل لپاره په دې مسلې فکر کوي نو زیاتره دې نتیجې ته ورسېږي چې دا هسې بې مانا خبره هم نه ده. له دې سره سره چې دغه خوبونه د ټیکنالوجۍ له ویاړونو او غرور سره یوځاي دي خو ډیره نوې خبره هم نه ده. له درې سوو کلونو راهیسې په نړۍ کې هیومانیزم واکمن دی او ټولې نړۍ ترې اغیز منلی دی دغه هومانیزم یا انسانپالنه ده چې د بشریت «Homo Sapiens» ژوند ،خوښي او قدرت پکې سپېڅلي ګڼل شوي دي. کله چې انسان د خدايي توان، تلپاتې ژوند او نیکمرغۍ لټه کوي له منطقي پلوه همغه د هومانیزم ایډیالونه دي چې اوس نتیجه ورکوي. دا هغه څه دي چې له پخوا پردسترخوان پراته وو خو تر دسمال لاندې پټ شوي وو. زه غواړم په دغه دسترخوان یا د ډوډۍ په میز یوبل شی هم کیږدم: یوه تومانچه. هغه تومانچه چې په لومړۍ صحنه کې ښودل کیږي خو په وروستۍ صحنه کې پرې ډز کیږي. راتلونکي څپرکي پر دې بحث کوي چې څرنګه هیومانیزم یا انسانپالنې او د انسان سپیڅلتیا  ټوله نړۍ ونیوله خو د هیومانیزم په پرمختګ کې د هغه د ځوړتیا تخم هم کرل شوی دی. په داسې حال کې چې پر خدايانو د انسان د بدلون پروسه د هیومانیزم یوه منطقي نتیجې ده له دې سره په یو وخت د هومانیزم ذاتي نیمګړتیاوې هم په ګوته کوي. کله چې یو ایډیال له کومې نیمګړتیا سره پيلوي پر دغه عیب یا نیمګړتیا هغه وخت پوهېږي چې دغه ایډیال ته ورنیژدې شي.

دغه پروسه موږ له اوسه د بوډاګانو په روغتونونو اویا پالنځایونو کې کتلی شو. موږ په دې خاطر یو انسان تربوډاتوبه چې سخت او کړوونکی ژوند لري ژوندی ساتو چې د انسان ژوند سپیڅلی ګڼو. انسان په دغه عمر کې داسې حالت ته ورسیږي چې موږ په خپله پوښتنه کوو: د دغه کړوونکي او دردوونکي ژوند کوم شی سپیڅلی دی؟ باید د انسان له ورته هيومانیستي فکرونو مننه هم وکړو چې په ورته فکرونو سره انسان په یو ویشتمه پیړۍ کې له ټولو سرحدونو او کرښوو واړوي او انسان په خدايي مخلوق بدل کړي.

همدغه ټیکنالوجي چې انسان پر خدايانو بدلوي همدغه انسان له ځانه هم پردی کولی شي او په داسې یو موجود ېې هم بدلوی شي چې په ټولنه کې بیګانه وي. کمپیوټر چې پرمرګ او عمر د برلاسه کیدا او د پوهیدا ښه وسیله ده، ښايي  په ډېرو برخو کې د انسان ځاي هم ونیسي. په دې مانا چې د انسان د یوویشتمې پيړۍ اجنډا  به تر هغه ډیره پېچلي وي چې اوس ېې اټکل کوو او د کتاب په لومړي څپرکي کې مو پرې خبرې وکړې. دلته داسې تصور کیږي چې پر مرګ برلاسه کېدل، تلپاتې نېکمرغي اوالوهیت یا خدايي قدرت ته رسیدل د پلان په سرکې دي خو کله چې موږ دغو هدفونو ته ورنیژدې کیږو ښايي روان بدلونونه موږ بل لوري ته بیايي. دغه راتلونکی چې په دغه څپرکي کې بیان شوی دی د تیرو درې سوو کلونو د اغیزمنو او لویو نظریواوهیلو په اساس رامنځته شوی دی. خو حقیقي راتلونکی هغه راتلونکی دی چې د یوویشتمې پيړۍ د خوبونو او نظریو په اساس رامنځته کیږي دا د تیرو کلونو پر نظریو ولاړ راتلونکی له حقیقي  راتلونکې سره ښايی ډیر توپیر لري.

د دې لپاره چې په دغو مسلو ښه پوه شو غوره ده لږ شاته ولاړ شو او وګورو چې دغه هومیوساپیینس په حقیقت کې څوک دی، څنګه هومانیزم یا انسانپالنه په اغیزمن نړیوال دین بدل شو او ولې د انسانپالنې د دغه خوب پوره کیدل ښايي هومانیزم بیخي دړې وړې کړي. دا په حقیقت کې د دغه کتاب روح او پلان دی.

د کتاب لومړۍ برخه د انسان یا هومیوساپیینس او نورو حیواناتو اړیکه سپړي او دا را په ګوته کوي چې څه شي زموږ ذات او توکم خاص کړ. ځیني لوستونکي ممکن حیرانه شي چې ولې  د راتلونکې په هکله کتاب حیواناتو ته دومره پام کوي. زما په نظړ د نورو ژویو په هکله له مطالعې پرته د انسان د راتلونکې او طبیعیت په هکله جدي بحث نه شي کیداي. هومیوساپیینس یا ننی انسان هڅه کوي دا هېر کړي چې په حقیقت کې انسان په خپله حیوان ؤ او په داسې وخت کې چې موږ هڅه کوو خدايي مقام ته ورسیږو دا ډېره مهمه ده چې په یاد ولرو موږ څوک یو او له کومه راغلي یوو. د انساني د راتلونکي خداي مقام په هکله هرډول څېړنه زموږ تیرحیواني وخت او له نورو حیواناتو سره زموږ پخوانۍ اړیکه له پامه نه شي غورځولی. ځکه چې د انسان او حیوان ترمنځ دغه اړیکې په راتلونکې کې د عادي انسان او سوپر یا زبرانسان ترمنځ د اړیکې لپاره تر ټولو غوره بېلګه کیداي شي. غواړې پوه شې چې څه ډول یو ځیرګ کیبورګ د غوښو او هډوکو له جوړ عادي انسان سره څنګه چلند کولی شي؟ نو د دې لپاره غوره ده پوه شې څنګه یو انسان تر ځان له عقل او پوهې کمزوري حیوان سره چلند کوي. ښايي دا یوه سمه او بشپړه پرتله نه وي خو دا تر ټولو ښه بېلګه ده چې موږ ته دا وړتیا راکاوي  چې د تصور او خیال په ځاي په عملي توګه پرې پوه شو او لمس ېې کړو. د لومړۍ برخې د نتیجه ګیړۍ په اساس د کتاب دویمه برخه پر هغې عجیبې او غریبې نړۍ بحث کوي چې هوميوساپیینس یا نني انسان په تیرو زرو کلونو کې جوړه کړې ده اوپرهغې لارې رڼا اچوي چې موږ ېې اوسنۍ دوه لارې کې ولاړ یوو. ولې انسان  دغسې هیومانیستي باور پیدا کړ چې ټول کاینات د انسان ګیرچاپیره ګرځي؟ او ایا انسان د کایناتو د هر ډول قدرت او مانا سرچینه ده؟ د داسې یوې عقیدې او باور اقتصادي، ټولنیزې، او سیاسي پایلې څه کیداي شي؟ او دغه باور څنګه زموږ ورځني ژوند، هنر،او زموږ خیالونه او تصورونه بڼه وربخښي؟

د کتاب دریمه او وروستۍ برخه بېرته د یو ویشتمې پيړۍ پيل ته ستنیږي. د انسان د ژور درک او د هیومانیستې باورونو په اساس د دغه وخت نا ډاډمنه حالت او زموږ احتمالي راتلونکی سپړي. د هیومانیزم د بشپړیدا لپاره د انسان هڅه به ولې د انسانپالنې د ځوړتیا سبب شي؟ د ابدي ژوند، نیکمرغۍ او الوهیت لپاره د انسان هڅه به ولې پر هومانیزم زموږ د باور اساسات ولړزوي؟ کومې داسې نښې نښانې شته چې ښيې دغسې یوې ځوړ تیا ته روان یوو؟ او څرنګه به دغه چاره زموږ په ورځني ژوند او انتخابونو کې انعکاس کوي؟ اوکه انسانپالنه د نړیدا له خطرسره مخامخ وي څه شی به د هیومانیزم ځاي ونیسي؟ د کتاب دغه برخه یوازې پر فلسفي سپړنه او سطحي وړاندویینو ولاړه نه ده بلکه د ځیرکو ټیلېفونونو او د کار د بازار په هکله څیړنیزې خبرې کوي، دغه راز په دې بحث کوي چې څنګه به د ژوند ملګری/ ملګرې پيدا کوو، او هغه نښې نښانې به رابرسیره کوي چې د کوم شي په انتظار یو.

 د زیاترو هیومانیستانو لپاره ښايي دغه چاره منفي او ستومانه کوونکې وي خو باید بیړنۍ نتیجه وانه خلو. تاریخ د دې شاهد دی چې ډیر زیات مذهبونه، امپراتورۍ، او تمدنونه رامنځته  شول او بېرته ونړېدل. دا ضروري هم نه ده چې هر بدلون دې منفي نتیجې ولري. هیومانیزم له درې سوو کلونو راهیسې پر نړۍ خپل اغېز لري چې ډیره کمه موده ګڼل کیږي. فرعونیانو په مصر کې درې زره کاله واکمني کوله، پاپانو زر کاله پر اروپا اغېز درلود. که به چا د دویم رامسس په واکمنۍ کې یوه مصري ته ویلي واي چې یوه ورځ به فرعونیان نه وي. ممکن هغه به هک حیران پاتې واي او ویل به ېې: « له یوه فرعون پرته به موږ څنګه ژوند کوو؟ څوک به قانون، سوله او عدالت پلي کوي.» که تاسو د منځنیو پیړیو انسانانوته ویلي واي چې څو پیړۍ وروسته به خداي مړ شي دوي به هم  له وحشت او حیرانۍ چیغې وهلې چې: « له خداي پرته به څنګه ژوند کوو؟ څوک به ژوند ته مانا ورکوي؟ او څوک به مو له ګډوډیو ژغوري؟». اوس ډیر کسان کله چې شاته ګوري نو فکر کوي چې د فرعونیانو نسکوریدا، او د خدایانو له منځه تلل یو مثبت اقدام ؤ. د هیومانیزم له منځه تلل هم ښايي د ډېرو لپاره د منلو نه وي. له اصولو سره سم خلک له بدلونه ویره لري دوي له هر هغه شي ویریږي چې نه يې پیژني خو په تاریخ کې یوازینۍ خبره چې نه بدلیږي هغه دا ده چې «هرڅه بدلیدونکي دي».

۱۰. د اشوریان باچا اشور بني پال زمری وژني: د حیواناتو پر نړۍ وکمني.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب