تاند(پنجشنبه، د ثور ۹) د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن پرون (چهارشنبه) د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.
د امریکا د دفاع وزارت او د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزیر په دې ټېلفوني خبرو کې د امریکا او پاکستان د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکاوه او د افغانستان د سولې په خبرو کې یې د پاکستان رول وستایه.
جنرال اسټن او جنرال باجوه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه هم خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې پاتې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۷۰۰۰ قراردادیان د ناټو له ۹۰۰۰ پوځیانو سره د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه وتل پیل کړي او د سپټمبر تر یوولسمې یې بشپړ کړي.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې پر طالبانو یې فشار زیات کړی چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
پرون (چهارشنبه) د پاکستان یو جګپوړی امنیتي چارواکی، چې نوم او دنده یې لا څرګنده شوې نه ده، دوحې ته لاړ چې قطر مېشتو طالبانو ته هم په زغرده ووايي چې د افغانستان له حکومت سره جوړجاړی وکړي.