شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهجلال اباد ښار کې د داعش ډلې دوه مهم غړي ونیول شول

جلال اباد ښار کې د داعش ډلې دوه مهم غړي ونیول شول

تاند ( پنجشنبه، د غویی ۹ مه ) د ننګرهار امنیتي چارواکي دې ولایت کې د داعش وسلوالې ډلې د دوو مهمو غړیو د نېول کېدو خبر ورکوي.

د ملي امنیت له صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت، مرکز جلال اباد ښار، څلورمې ناحیې اړوند فارم هډې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د منفي تبلیغاتو غړی مولوي روح الله او د هدفي وژنو غړی ساجد مشهور په امرخېل د یو بل شکمن کس سره یو ځای ژوندي نیول شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس مولوي روح الله د عامه خلکو د اذهانو ګډوډولو په موخه د دې ولایت مربوطاتو کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول.

د ۰۲ قطعې خبرپاڼه همدا راز وایي، ساجد مشهور په امرخېل د داعش ډلې د هدفي وژنو خاص غړی و او د جلال اباد ښار په وروستیو هدفي وژنو کې یې هم لاس درلود.

د ملي امنیت ۰۲ قطعې خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې ځانګړو ځواکونو د یادو عملیاتو په ترڅ کې یو د انځور اخیستو ډرون کمره، دوه دانې د تفنګچې لیزرې او یو اندازه د سپکې سلاح مرمۍ هم ترلاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې یو ځل بیا په ختیځو ولایتونو کې نا امنۍ ډېرې شوي او هره ورځ ترې د هدفي وژنو، او ماین چاودنو په ترڅ کې د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب