یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د ثور ٧  د بدمرغيو پيل او ٨ يې تسلسل ده

د ثور ٧  د بدمرغيو پيل او ٨ يې تسلسل ده

د ثور اومه، زمونږ د تاريخ منحوسه ورځ!

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

پوره درې څلویښت کاله وړاندې د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د سردار محمد داود تر مشري لاندې جمهوري حکومت باندې د مارکسيستي نظرياتو درلودونکو د خونړي تاړاک ورځ!

هو، هغه د ګردونو او بادونو ورځ. هغه ناورين زيږونکې پنجشنبه. د وحشتونو ظلمونو ناورينونو توره منفوره ورځ چې زېږولئ ناورين يې لاهم ادامه لرى. د تره کي حفيظ الله امین ببرک کارمل نجيب او نورو چپيانو د اتڼونو ورځ، خو د ملت او ولس د غمونو او ماتمونو ورځ! د ولسمشر محمد داود خان او ټولې کورنئ د ټول وژنې ورځ چې تورسرې او د دريو اونيو ماشومان هم په مرميو وويشتل شول. له عدلي او قضايي پروسس پرته په بلدوزرو باندې د لاس تړلو لسګونو زره بنديانو له خاورو لاندې کولو د پيل ورځ.د کور کالي ډوډئ تر غولونکي شعار لاندې د کليو د بمباردول د خلکو په کتارونو باندې د مرميو چلولو د بنسټ ايښودلو ورځ. د کليو کورونو او بانډو د بمباردونو او په توپونو د نړولو د پيل ورځ. د دوه ويشتو لکو افغانانو د بي رحمانه او وحشيانه وژلو د پيل ورځ. له هغې ورځې وروسته بيا تر ننه مو هره ورځ په جګړو او وژنو پیل او پای ته رسیږي.

دا چې د ثور ۷ نېټې بې وزلي کړو، اقتصاد یې رامات کړ، ویې وېشلو، خلقيان او پرچميان يې د پردئ مفکورې د ترويج لپاره کرايې قاتلان جوړ کړل، د هېواد مینه او افغاني انګیزه یې ورڅخه سلب کړه، ملت او ولس مو په تلپاتې ناورين اخته شو او مونږ لسګونه کلونه وروسته لاهم د قدرت د وږو انسانانو د شيطاني هوس او دوزخي حرص بيه ورکوو.
خلق او پرچم د پرولتاريای جهان د حمايت چيغې ووهلې؛ خو په افغانستان کې يې کارګران ژوندي تر خاورو لاندې کړل.

يوازې د لغمان د عليشينګ ولسوالئ کې يې شپږ نيم سوه تنه همدغه کارګران ژوندي په خاورو کې خښ کړل.
په کنړ کې يې د کرهالې په سيمه کې ١۲۶٠ تنه بزګران د ايمان په جرم په يو ځای په ګولیوغلبېل غلبېل کړل.
دهرات په ولایت کې یې په یوه ورځ څلورویشت زره بې ګناه افغانان د ټانکونو ترچاینونو لاندې کړل ….
په افغانستان کې دهغه مهال پوځي لوی سلاکار جنرال(الکساندرماريوف) په خپل کتاب (په افغانستان کې ریښتیا څه تېرېدل) کې لیکي چې:

دهرات په پېښه کې یوازې ډاکترنجیب درې سوه افغانان په خپل لاس یوپه بل پسې ووژل….!!!
جنرال اليکساندر ماريوف لیکي چې ببرک کارمل به ویل چې:«هرڅه به ترکمونېزم اولېنینیزم ځا ر کړي او….
هغوی په ډېر جرئت سره دا خبره کوله چې:

د افغانستان له پا ره يوازې کمونیستان بسنه کوي او نور خلک بايد ټول د هغوی په پښو کې قرباني شي.
د همدغې پروسې د تطبيق له پا ره د ١٣٥٨ کال د مرغومې په ٦مه نېټه کمونیستانو روسان هم زمونږ په هېواد راوخيځول.

خلق او پرچم نه ملا پرېښود ، نه خان، نه يې په محصل او متعلم صرفه وکړه او نه په فني او مسلکي خلکو. هره ورځ په سلګونو خلک نيول کېدل او تر شکنجو وروسته دآمو سندته غورځول کېدل اویا په پلیګونونو او نورو ځایونوکې کې ژوندي ترخاورو لاندې کېدل.

ايا دا وحشت او بربریت کم ده چې د خلق او پرچم له مخکښانو څخه مو نفرت ته وهڅوي؟

د ثور اتمه يا هم د ملت د جهادي افتخاراتو د ليلام ورځ!

د ثور اتمه هغه ورځ ده چې افغان ولس د جهاد دروند پيټئ منزل ته رسولئ وه. تمه يې درلوده چې خپل ارمانونه پوره وويني او په هېواد كې د قانوني حکومت، سياسي خپلواكي ، زمكنئ بشپړتيا، اسلامي عدالت، ورورولي، پرمختګونو شاهدان واوسي او د بيا جوړونې لړئ پيل شي. خپل هېواد د نړئ له نورو هېوادونو سره سيال وويني او په خپل دسترخوان باندې د خپلې ډوډئ له خوړلو څخه خوند واخلي. خو متاسفانه هغه ملت چې کم او زيات دوه مليونه سرونه يې قرباني ورکړې وه او هېواد يې په يوه كنډواله بدل شوى و، د ځينو جهادي مشرانو لخوا واک ته د رسيدلو هوس له امله له داسې بوږنونکو كورنيو جګړو سره مخامخ شو چې مونږ يې د خپل هېواد د تاريخ په اوږدو كې سارئ نلرو.

دې خونړيو جګړو دا ورځ د افغانستان د خلكو د بري ازادي او خپلواکي ورځ نه؛ بلكه د هغه سياسي جهادي مشرانو د بري ورځ وګرزوله چې د خلكو د بچيانو د سرونو په بيه واك ته ورسېدل؛ خو الهي احکامو، د ملت ارمانونو ته يې شا كړه او د شخصي ګټو د لټون په سمندر كې لاهو شول!

پوره باوري يم چې د افغانستان خلكو هغه فكر ته ماتې وركړه چې له ديني معتقداتو، ملي ارزښتونو، قومي، قبيلوي جوړښت او دودونو سره يې په تكړ كې وه او د هغه ستر نړيوال ځواك نړېدلو ته يې لاره اواره كړه چې د خپلو سترو موخو د عملي كېدلو له پاره يې، افغانستان ته په لسګونو زره پوځيان استولي وه.

د ثور له اتمې څخه وروسته د واک کورنيو مجنونانو او د ګاونډيانو لاسوهنو افغانستان له داسې خونړئ كورنئ جګړې سره مخامخ كړ چې وچ او لانده يې يو ځاى وسوځول او د افغانستان پاتې مادي او معنوي شتمنئ يې په سيند کې لاهو كړه.

افغانستان اوس هم له بده مرغه په هغه اور کې سوځي چې کمونستانو دوه څلویښت کاله مخکې بل کړئ وه او ځينو جهادي مشرانو دغه اور ته د سون توکي برابر او دوام يې ورکړ . هغه مشران چې د واک په سر يې ناروا جګړه وکړه افغانان يې ووژل کابل يې کنډواله کړ جهاد يې بدنام کړ افغانان يې ټولې نړئ ته د جګړه کونکو په توګه وروپيژندل د رب الجليل په نزد محکوم او د دغه وياړلي ملت په نزد منفور دي. ولس دغه ورځ د هغو سترو او مقدسو ارمانونو د خاورې کيدو ورځ ګڼي کوم چې د دوه مليونه سرونو قرباني کولو په بيه هم پوره نه شول.

د جهادي سنګر اصيلو بچيانو خو هڅه وکړه، منډې يې وکړې، په تشو نسونو يې ډيرې شپې سبا کړې، شکنجې او بند خونې يې وزغملې، بريښنايي شارټونو يې وينې وزبيښلې، په پوليګونونو کې لاس تړلي ژوندي تر خارو لاندې کړاى شول، په کتارونو کې ودرول شول او مرمئ ورباندې وچليدې، بمونو يې غوښې ونو ته پورته کړې، بمبارونو تر خارو لاندي کړل. د ګران او خوږ وطن پريښودو ته مجبور کړاى شول. د پردي وطن له محروميتونو مجبوريتونو او محکوميتونو ډک ژوند يې هډوکي وراسته کړل. پرديو يې له مجبوريت او مظلوميت څخه ناوړه ګټه پورته کړه. دوه ويشت لکه انسانانو قرباني انسانانو قرباني ورکړه. شوروى يې مات او يرغلګر يې وشړل، د برلين ديوال ونړيده، د مرکزي اسيا هيوادونه يو پر بل پسې ازاد شول او د وارسا تړون مات شو، خو د ځينو جهادي مشرانو د واک غوښتنې له امله يې خپلې موخې ترلاسه نه کړاى شواى. اسلامي نظام يې قائم نکړاى شو. هدف ته له رسيدو وړاندي د ګوړو په خوږو زهرو ووژل شول. د کورنیو جګړو له امله ناهيلي شو. د هيلو غوټئ يې له سپړيدو وړاندې ګلئ ووهلې او د شهيدانو ارمانونه يې نيمګړي پاتې شول.

اوس دا زمونږ ديني او ملي دنده ده چې لږ شان خپل سرونه ګريوان ته ښکته او فکر وکړو چې که څو وږي تږي مشران د واک په سر جګړه کې ښکيل شول، کابل يې وران کړ او د جهاد د بدنامي لامل وګرزيدل، نو ايا مجاهد او جهاد ته به بد رد ويل مناسب کار وي؟

راځئ چې د هوا او هوس هغه مزدوران وغندو چې نه معیارونه لري او نه هم ستاندردونه. د دين او وطن نوم يې واک ته د رسيدو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره وکاراوه او لا يې هم کاروي.

پرون يې افغان بچيان د وطن او دين دښمن په نوم په يو او بل ووژل او نن ورسره د واک ترلاسه کولو لپاره ايتلافونه جوړوي. پرون يې دواک لپاره کابل کنډواله کړ او نن ورسره غاړه غړئ دى.
اوس مونږ له جګړو څخه ستړي شوي يو. مونږ ناهیلې شوي يو.

هو، زه له جګړو څخه ستړئ شوئ يم. زه نا هيلئ شوئ يم او زه له افغان وژنې کرکه کوم.
زه د افغانانو ترمنځ د يووالي او د مشترکاتو په بنسټ خپلمنځي اختلافاتو ختمولو سخت پلوي يم. خو د واک او شخصي ګټو لپاره له پرونى دښمن سره په سپيڅلو نومونو ايتلافونه جوړول د ولس په سترګو کې د اغزي اچول ګڼم او دغه ناوړه کړنې د هيواد ولس، ديني مقدساتو او ملي ارزښتونو سره جفأ بولم.

خو نن مونږ د ستونځو په ګرداب کې نښتي يو. نه غواړو د افغانانو ترمنځ نفرتونه زيات او تير حسابونه راوسپړو. مونږ وايو ګذشته را صلوات. راځئ د سبا غم وخورو.

که شورويان د څوارلس زره او امريکايان د دوه نيم زره عسکرو له وژلو وروسته په خپلو ناکاميو باندې فکر کوي چې دا لاره د بريا نه ده، نو مونږ د شااوخوا دوه نيم مليونه افغانانو له لاسه ورکولو وروسته ولې فکر نشو کولاى چې د افغانانو ترمنځ جګړه نوره قطعاً د حل لاره نه ده.

نور جنګ بس دی.

نوره مو د جګړو د سندرو اوريدلو حوصله هم ختمه ده. هديرې مو تر کليو او ښارو را ورسيدې. هره کوڅه مو له يتيمانو ډکه ده. هره کونډه د وږو ماشومانو سرته ناسته ده. نورې مو اوښکې وچې دي. نور مو مه وژنئ!

6 COMMENTS

  1. سلام
    زموږ بشپړ او نابشبړ داکترانو خو دایتیم ملت او شهید ولس دغوایی د مزدورانو په مشوره په یوه مطلقه انزوا بدل کړی زه کله دې ډول داکتری ته سوچ کې شم چې ایا دیوه داکتر دپوهې ظرفیت باید همدومره وی چې په خپله دستونزو سبب شی .موږ هغه وخت بل څوک ملامتولی شو چې خپلو کې دبشبړې طرحې، سالم شخصیت، درهبری متمرکزه او واحدې جهان بینی ،دکړکېچ دحل لاره او جوړجاړی ملی صبغه ا وتوان ولرو.موږ باید پردې باور ولرو چې زموږ دستونزو حل په خپله موږ سره دی نه بهرنیو سره . موږ اصلا بهرنیو ته زمینه مساعده کړې او لا منډې ورپسې وهو شاته نه ګورو دا زموږ عادت دی. څلور لسیزې ډېره موده ده یو ماشوم سپین ږیری کیږی.
    زه تاسره دانه منم چې دهری تاریخ شرمولی چپیان له هغو جهادیانو سره په یوه ترازو کې تلې چې نن سبا نه زور ،نه زر اونه بل کوم تجارت لری .دکابل هوایی ډګر هم شو دحامد کرزی خاین په نوم پوځی قراردادونه پرچی او خلقی لاس لیک کوی او مارشالی هم شوه دګلم جم دبوسو بنۍ او یو شمیر چبیان شرایط دیذه بیا په ارګ کې اخوانیان شوی دی!نو راځه انشا الله د هر فرعون لپاره موسی شته!

  2. ډېره اوږده احساساتي لیکنه ده ، کله کله د واقعیتونو پرځای د آی اس آی تبلیغ هم شویدی.
    د هرات فاجعه چې د تورن اسمعیل خان او ملګرو په وسیله د هرات د فرقې او ښاریانو په مقابل کې پاڅون کړی وو، د 1357 کال د حوت په 24 واقع شویده.
    د پرچمیانو ډله د 1357 کال د سرطان په میاشت کې تبعید شول ، ډاکتر نجیب الله هغه وخت په ایران کې د افغانستان لوی سفیر مقرر شو اوکارمل په چکوسلواکیاکې سفیر وو. د کارمل په غوښتنه ټولو خپلې دندې خوشې کړي او ماسکو ته لاړل. دوی د 1358 کال د جدي په 6 بېرته افغانستان ته د شوروي په ټانکونو سپاره راغلل.
    بنا ډاکتر نجیب الله د هرات په پاڅون کې برخه نه درلوده.

  3. مننه ورور جانه
    زه د ډيرو فاجعو په تړاو بالذات شاهد نه خو بالذات په جريان کې يم. نجيب دومره د علم اليقين په توګه پيژنم د تر ټولو بدنام استخباراتي ادارې د مشر په توګه قاتل او د ډېرو وحشتونو مرتکب انسان ده خو د جمهور رئیس په توګه ورسره د سولي په موخه د مجاهدينو لخوا ګډ کار نه کول د مجاهدينو غلطي وه.
    زه خو د اى ايس اى په شمول د هرې استخباراتي شبکې باندې لعنت وايم. دلته مو د افراط يا هم د عقدې خوا نيول سخته اشتباه ګڼم.
    د نجيب او نورو چپيانو په تړاو مې د روسیې جنرال د کتاب حواله ورکړي ده. تاسو په ما باندې له تور لګولو وړاندې د هغه کتاب ولولئ
    مننه

  4. شريف زاد وروره
    مننه خو زه به دومره اضافه کړم چې ما يوازې هغو جهادي مشرانو ته د پړې ګوته نيولي ده چې د پاکو او سپيڅلو شهيدانو له وينو سره يې جفا وکړه د واک په سر يې جګړه پيل کړه ملى او شخصي شتمنئ يې ولوټلي. کابل يې وران کړ. د يوه واقعي اسلامي حکومت جوړول يې ناشونې کړل او مقدسات يې راته بدنام کړل.

  5. سلام
    ډبر محترم وحیدصاحب زما تبصره هیڅ ډول شخصی ،ګروهی ، ډلې او وخت انګیزه نه لری موږباید داسلام تر نوم لاندې بهانې او پلمې ،محافظه کاری اودروغجنه تګلاره وپېژنو دا د جنایتونو داړه ماران دی،د کابل وژونکی دی ،دلته لستونی کې دمظلوم ملت نفس کې د کمونیزم جنایت کاران ننوتلی عبدالصمد ازهر یی اوس پالی او موږ ته یې شخصیت د انلاین له لارې راپېژنی وایی :اسلام ندارد در ذات خود عیبې هر عیبې که هست در مسلمانی ماست. موږ ملت وواژه ،یتیم مو کړ ،شهید او بې لاسه او پښو موکړ،دمجازاتو او مکافاتو ترمنځ ودسالګرو لمانځلو،غوړواوغوټو القابو خرخره کېدو او پالشو مو وسوځاوه ،دبشر حقوق او تروریزم تر نوم لاندې هرجنایت نه مومخنیوی ونه کړ ، دغوایی تورې ورځې عاقبت خو موږ تباه کړو . فردوسی وایی:
    سپردن به فرهنګ فرزند خرد
    که ګیتی به نادان نباید سپرد!
    کله چې دپوهنتون یو استاد دباعزته او بې عزته سولې ترمنځ توپیر باندې پوه نشی نو ولس به څنګه پوه شی؟
    ۴۹ هېوادونه د تروریزم او دبشر حقوق تر نوم لاندې دلته جګړه کوی،دکمونیزم پرچمیان بر ناست دی ،دولت دکابل ولایت امن نشی ساتلی امرالله چاته بیانیې ورکوی؟ ،حکومت له ستونی فساد کې ډوب او ورک دی اوهرماشوم په کلی اوکور کې ددوم او دریم مقاومت لافې وهی دا دعزت کوم ماحول او چاپېریال څخه خبرې کوی که دا عزت وی نو بی عزتی به یې لا څه ډول تماشې او لو بې وی.
    موږ یو چې کرو یې خورېبلو کې دلوګری په څېړ لور په لوټه تېروه او خبله ناکامی او ملامتی نشو منلی.

  6. زه فکر کوم د ښاغلي عبدالوحید وحید په لیکنه کې د هرات د قیام په هکله تېروتنه شوېده او کېدای شي روسي مشاور هم غلطي کړي وي . دهرات د خلکو قیام د 1357 کال د حوت په 24 واقع شویدی چې پدې وخت نورمحمد ترکی د افغانستان واکمن وو.
    د پرچم ډله چې داکتر نجیب هم دهغو یو فعال غړی وود 1358 کال د جدی له 6 د حفیظ الله امین له وژلو وروسته یعنې د هرات له قیام نه نژدې یوکال وروسته له ماسکو نه افغانستان ته راغلل او قدرت ته ورسول شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب