تاند (سه شنبه د ثور ۷) د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس وايي، په هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخامخ دي او په وینا یې دا ډله نه شي کولی چې په هېواد کې خپلې ریښې وغځوي.
احمد ضیاء سراج نن سه شنبه/د ثور ۷/ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، افغان ځواکونو په وروستیو کلونو کې ۴۰۸ بهرني داعشیان نیولي دي.
ښاغلي سراج وویل چې نیول شوي داعش وسله وال د ۱۴ هیوادونو اتباع دي چې په وینا یې اکثره یې پاکستانیان دي او د برخلیک په هکله له اړوندو هیوادونو سره مذاکرات پيل کړي دي.
د ده په خبره چې د داعش ډلې اکثره غړي د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته راغلي دي چې ۱۷۳ ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د ملي امنیت عمومي رئیس دغه راز د سولې خبرو ته په اشارې وویل چې طالبان سولې ته هیڅ اراده نه لري او په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي.
احمد ضیا سراج زیاته کړه چې دوی د سولې غوښتونکي دي او که چېرته طالبان جګړه غواړي نو دوی هم د دې ډلې د شومو موخو پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.
سراج دغه راز د اووه زره طالب زندانیانو خوشې کېدو ته په اشارې وویل چې له افغان دولت سره بندي اووه زره طالب زندانیان به په هیڅ صورت خوشې نه شي.
د یادونې ده چې د افغانستان حکومت څو میاشتې مخکې له خپلو زندانونو څخه د طالبانو خواوشا ۵۰۰۰ بندیان سولې ته د رسېدو په موخه خوشې کړل.