جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت وایي، افغانستان د کورونا له درېیمې څپې سره مخ دی

روغتیا وزارت وایي، افغانستان د کورونا له درېیمې څپې سره مخ دی

تاند ( سه شنبه، د ثور ۷مه) د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح وايي،چې افغانستان د کورونا وبا له درېیمې څپې سره مخ دی.

مجروح ټینګار کړی، چې د کورونا دویمه څپه به تر اولې او درېيمه یې تر دویمې ډېره خطرناکه وي.

نوموړي پر هېوادوالو غږ کړی، چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر زیاتوي، چې که چېرته هېوادوال روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه ونه کړي نو، د کورونا درېیمه څپه به د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر ناورین رامنځته کړي.

مجروح وروسته تر هغه دا څرګندونې کوي،چې په وروستیو څو ورځو کې په هېواد کې د کورونا وبا د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم له هند سره پر تګ راتګ محدودیت وضع کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا چې په هند کې د کورونا درېیمه څپه روانه ده او ناورین يې رامنځ ته کړی نو افغان وګړو ته په کار ده چې له اړتیا پرته هند ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې له بهره هېواد ته راتلونکی هر وګړی باید له ځان سره د کورونا د ټېسټ منفي پایله ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب