جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد ملي امنیت عمومي رئیس: د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي

د ملي امنیت عمومي رئیس: د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي

تاند ( سه شنبه، د ثور ۷مه) د ملي امنیت عمومي رئيس احمد ضیا سراج وایي، په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ دي.

د سراج په وینا داعش وسله واله ډله نه شي کولی، چې په هېواد کې خپلې ریښې وغځوي.

د احمدضياء سراج په خبره د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي.

نوموړی دغه راز یاتوي، چې طالبان سولې ته هېڅ اراده نه لري او په یوه او بله پلمه  د جګړې دوام ته زمینه برابروي.

هغه زیاتوي، دوی د سولې غوښتونکي دي او که چېرته طالبان جګړه غواړي نو دوی هم د دې ډلې د شومو موخو پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.

سراج دغه راز د اووه زره طالب زندانیانو خوشې کېدو ته په اشارې وویل، چې له افغان دولت سره بندي ۷ زره طالب زندانیان به په هیڅ صورت خوشې نه شي.

د ملي امنیت عمومي رییس داسې مهال د طالب زندانیانو په تړاو څرګندونې کوي، چې وړمه ور د طالبانو د قطر دفتر مرستیال عباس ستانکزي ویلي وو، چې ژر به ۷ نور طالب زندانیان خوشې شي خو وروسته ذبیح الله مجاهد دا خبره رد رد کړه.

مجاهد وویلې، چې ستانکزی ټوېټر نه کاروي او طالب بندیانو د خوشې کېدو خبره دروغ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...