تاند(شنبه، د ثور۴) د یوې تازه څېړنې له مخې، په تېرو درو کلونو کې لږترلږه ۱۸ زره بې سرپرسته کډوال ماشومان اروپا ته له رسېدو وروسته بې درکه شوي دي.
«په اروپا کې بې درکي» په نوم د پروژې د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې په همکارۍ څرګنده کړې چې ۱۸ زره ۲۹۲ مهاجر ماشومان، چې سرپرست یا کوم لوی ورسره نه و، په تېرو درو کلونو کې د اروپا لویې وچې ته له رسېدو وروسته ورک شوي دي.
د دې څېړنې پر اساس، دا ماشومان د یونان، ایټالیا او جرمني په شمول په بېلابېلو اروپايي هیوادونو کې بې درکه شوي دي.
دا څېړنه د ۲۰۱۸ د جنورۍ او د ۲۰۲۰ د دسمبر ترمنځ موده کې شوې ده. په دې حساب د ورځې ۱۷ کډوال ماشومان په اروپا کې ورک شوي دي.
د دغو ماشومانو په سلو کې ۹۰ هلکان دي او په هرو شپږو کې یو یې تر ۱۵ کلونو کشر دی.
د دې څېړنې له مخې، یوازې په ۲۰۲۰ کې نژدې ۵۸۰۰ ماشومان په ۱۳ اروپايي هیوادونو کې ورک شوي دي.
د ۲۰۱۹ په مارچ میاشت کې لږترلږه ۶۰ ویتنامي ماشومان، چې د هالنډ په یوه پناهځای کې اوسېدل، بې درکه شول.
هالنډي چارواکي شک لري چې دا ماشومان به د قاچاقي یا پټ کار لپاره بریتانیا ته بیول شوي وي.
په تېرو درو کلونو کې اکثره بې درکه شوي ماشومان له مراکشه اروپا ته تللي ماشومان دي، خو د هغو په منځ کې د اریتریا، الجزایر، ګینې او افغانستان ماشومان هم شامل دي.