شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر د دوهم مرستیال د وژلو لپاره د دسیسې په تور...

د ولسمشر د دوهم مرستیال د وژلو لپاره د دسیسې په تور ۹ کسیزه ډله نیول شوې

تاند(یکشنبه، د ثور۵) افغان استخباراتي ځواکونو هغه ډله نیولې چې غوښتل یې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش د وژلو لپاره دسیسه جوړه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې نهه تنه یې په دې تړاو نیولي دي.

د ملي امنیت د ریاست عمومي رييس احمدضیا سراج پرون (شنبه) په کابل له نورو امنیتي او دفاعي چارواکو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، د دې ډلې د یو شمېر نورو غړیو د نیولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د ښاغلي ضیا په وینا دا ډله څلور ورځې وړاندې نیول شوې ده.

ده د نیول شویو کسانو د هوبت په اړه څه ونه ویل او دا یې هم ونه ویل چې نیول شوي کسان په کومې ډلې پورې تړاو لري.

ده زیاته کړه، دې شوې ډلې پلان درلود چې پر مدني فعالانو هم بریدونه وکړي خو  مخکې تر دې چې حملې وکړي ونیول شول.

د افغانستان ملي امنیت په داسې حال کې د دې ډلې د نیول کېدو خبره کوي چې په دې ورستیو کې د هدفي وژنو ګراف د راپورونو له مخې بیا لوړ شوی دی.

پرون د کورنیو چارو وزارت وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۲۴ تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

په ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۱۰ تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب