تاند(شنبه، د ثور۴) د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۱۰ تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
د دغه وزارت د راپور له مخې، اووه تنه د کابل په بېلوبېلو سیمو کې وژل شوي دي.
د ولسمشرۍ د دفتر یو کارکوونکی بریالی توخی د جمعې په ورځ ماښام ناوخته هغه مهال ووژل شو چې له جومات څخه کور ته روان و.
په تېرو څو کلونو کې اکثره وژل شوي کسان جومات ته د تګ او یا ورڅخه د راتګ په مهال وژل شوي دي.
نن سهار وختي (شنبه) د پوهنتون استاد رفیع عثماني د کابل په څلورمه امنیتي حوزه کې ووژل شو او وژونکي یې په تېښته بریالي شول.
له دې جلا څلور سرتېري نن سهار په پغمان ولسوالي کې ووژل شول.
همداراز نامعلومو وسله والو د کابل په شمال کې پر یوه قومي مشر حفیظ الله ډزې وکړې او ویې واژه.
په همدې حال کې یوه ۲۵ کلنه ښځه په هرات کې ووژل شوه.
د دغو وژنو مسوولیت هیڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي وايي چې دا ترورونه وسله والو طالبانو کړي دي.