تاند(شنبه، د ثور۴) د افغانستان لوی درستیز او د دفاع وزارت سرپرست جنرال یاسین ضیا وايي، بهرني پوځیان اوس یوازې په درو اډو کې دېره دي او نورې ټولې اډې یې افغان دفاعي ځواکونو ته سپارلې دي.
د ښاغلي ضیا په وینا د امریکا او ناټو پوځیان د کابل، بګرام او مزارشریف په اډو کې مېشت دي.
ده دا هم وویل چې بهرنيو پوځیانو د سلګونو ملیون ډالرو په ارزښت وسایل او تجهیزات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پرې ایښي دي.
مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې امریکا او د ناټو غړي هغه وسلې چې وړلی نه شي ویجاړوي. خو د افغانستان د دفاع سرپرست وزریر وویل:
«هغه څه چې دوی یې له موږ سره ژمنه کړې، ارزښت یې سلګونه میلیون ډالرو ته رسېږي. د دې تجهیزاتو لیست هره اونۍ اوږدېږي. نو هغه حساس مواد چې موږ ته په کار دي له منځه نه دي وړل شوي.»
وړمه ورځ د جرمني دفاع وزیرې ویلي و چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د ایستلو په کار کې لویه ستونزه لوژیستیکي ده ځکه دوی مجبوره دي چې خپلې وسلې د هوا له لارې ولېږدوي چې ګرانه تمامیږي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې بهرني پوځیان به افغانستان ته د یوملیارد ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات وسپاري.
د امریکا ملټري ټایمز ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې لیکلي چې د متحده ایالاتو پوځ له افغانستانه د وتلو لپاره د تیاري په لړ کې له دې هېواده د تجهیزاتو پر ایستلو پیل کړی دی.
د ورځپاڼې پر اساس، د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل، پوځ نه یوازې د خپلو وسلو او وسایلو په ایستلو د مې تر لومړۍ وړاندې پیل کړی، بلکې له سیمهییزو قراردادیانو سره یې قرادادونه زیات کړي چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.
حاضر دمه په افغانستان کې ۹۵۰۰ بهرني پوځیان مېشت دي چې ۲۵۰۰ یې امریکایان او ۷۰۰۰ نور د ناټو د نورو غړو هېوادونو پوځیان دي.
له بلې د نیوزویک مجلې د راپور له مخې، امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تراوسه پورې پردې جګړې ۲ اعشاریه ۲۶ تریلیونه ډالره لګولي او تر ۲ زره ډېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.