Homeخبرونهپه امنیت شورا کې ۷ تنه تازه په دندو وګومارل شول

په امنیت شورا کې ۷ تنه تازه په دندو وګومارل شول

تاند (شنبه د ثور ۴) د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، د دوی په وړانديز او د ولسمشر اشرف غني د حکم په اساس، اووه تنه د امنيت شورا په بېلابېلو څوکيو تازه وټاکل شول.

د دې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو کسانو کې محمد رفيع فاضل چې تر دې مخکې لوی سلاکار و، د امنيت شورا د تخنيکي مرستيال په توګه وټاکل شو.

د امنيت شورا مخکېنی تخنيکي مرستيال عبادالله عباد بيا د امنيت شورا د لومړي مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، پاسوال عبدالمقيم رحيمزی د امنيت شورا د دفتر رييس او هارون رشيد شېرزاد د امنيت شورا د اقتصادي امنيت رييس شوی دی.

په دې سربېره، مهدي طهه د امنيت شورا د دفتر د دارالانشا رييس او محمد داوود انوري د سرمفتيش پر څوکۍ ګمارل شوي دي.

اووم تن محمد حميد طهماسي دی چې د زندانو د چارو د ادارې د رييس په توګه ټاکل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...