دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهد ځواکونو د ایستلو په اړه، د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او...

د ځواکونو د ایستلو په اړه، د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او خلکو نظرونه

تاند(چهارشنبه، د ثور۱) د امریکا مخکینی ولسمشر دونالډ ټرمپ د ولسمشر جو بایډن له لوري له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره د سپټمبر د یوولسمې نېټې پر ټاکلو نیوکه وکړه خو د ده د جمهوریپال ګوند اکثره غړي د بایډن پر دې پرېکړه خوښ دي.

د نیوزویک مجلې د راپور له مخې، د مارنینګ کنسلټ (Morning Consult) له لوري په یوه تازه نظرپوښتنه کې څرګنده شوې چې تر نیمايي لږ ډېر یعني په سلو کې ۵۲ امریکایان له افغانستانه له دوو لسیزو وروسته د امریکاپي پوځیانو له ایستلو سره د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې ملاتړ کوي.

په دې نظرپوښتنه کې په سلو کې ۳۳ جمهوریپالو ویلي چې د بایډن د پرېکړې مخالف دي او ۱۶ سلنه نورو ویلي په دې یې فکر نه دی کړی یا په دې اړه کوم نظر نه لري.

په نظرپوښتنه کې څرګندېږي چې په مجموع کې د بایډن د پرېکړې په وړاندې نظرونه مثبت دي. کابو په هرو لسو کې اوو تنو په دې نظرپوښتنه کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو ملاتړ کوي.

د ځواکونو له ایستلو سره په سلو کې ۸۴ پوښتل شویو دیموکراتانو ویلي چې دوی د دې پرېکړې ننګه کوي.

د مارننګ کنسلټ موسسې په نظرپوښتنه کې له ۱۹۹۲ تنو دیموکراتو او جمهوریپالو څخه د اپریل د ۱۶ او ۱۹ ترمنځ پوښتنې شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا مخکیني ولسمشر دونالډ ترمپ ویلي«هیله لرم چې جو بایډن به د سپټمبر پر یوولسمه ځواکونه له افغانستانه په دوو دلیلونو ونه باسي:

لومړی، موږ باید چې تر دې وړاندې ووځو او دا کار کولی شو. ۱۹ کاله کافي دي. ما تر دې مخکې د ډېر شمېر ځواکونو په ایستلو د ټولو ځواکونو د ایستلو امکان برابر کړی و. زموږ د ملیاردونو ډالرو په ارزښت تجهیزات ایستل شوي او تر دې هم مهم دا چې د خپلو پوځیانو شمېر مو له ۱۶ زرو څخه تر ۲ زرو لږ کړی دی…»

ده زیاته کړه«د سپټمبر یوولسمه د یوې خورا بدې ورځې یاد تازه کوي، پکار ده چې دا ورځ د هغو کسانو په یاد چې له ژونده بې برخې شوي، د خواشینۍ د ورځې په توګه پاتې شي.»

خو د امریکا یوه بل پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش، د امریکايی پوځیانو پر ایستلو اندېښنه ښکاره کړه.

ده له این بي سي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، اندېښنه یې له دې درکه ده چې که امریکايي پوځیان ووځي، او «بې رحمه» طالبان بیا واک ته ورسېږي په اوږده موده کې به افغان ښځې او نجونې زیان وکړي.

جورج بوش وايي، د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغان ښځو په اړه اندېښنه لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب