جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکابل کې درې ماشومان په خپل کور کې وژل شوي

کابل کې درې ماشومان په خپل کور کې وژل شوي

تاند (چهارشنبه د ثور ۱) د کابل پولیس وايي، د ښار په یوولسمه ناحیه کې درې ماشومان د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي، دغه درې ماشومان نن غرمه مهال په خپل کور کې د ننه په خورا بېرحمۍ وژل شوي دي.

د فرامرز په خبره چې پېښه یې تر څېړنې او پلټنې لاندې ده، خو داسې ښکاري چې د قضیې اصلي لامل شخصي دښمني ده.

دده په وینا چې دغه قضیه زیاتو څېړنو ته اړتیا لري تر څو ټول اړخونه یې روښانه شي.

ویل کېږي چې دغه ماشومان له چړې په استفادې وژل شوي خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.

بلې خوا د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې امنیتي سرچینو ویلي چې په یوه کور کې ماین چاودنې یوه مېرمن او خاوند وژلي او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه نن مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د تللې لارې په دروازه کې شوې او ټپیان هم د یادې کورنۍ اړوند دي.

د مالوماتو له مخې د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي او تر اوسه یې انګېزه نه ده روښانه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب