پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد استونیا ولسمشرې له عبدالله سره د سولې په ګډون په دوه...

د استونیا ولسمشرې له عبدالله سره د سولې په ګډون په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې

تاند (چهارشنبه د ثور ۱) استونیا وایي، له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې همکاریو ته تیار دي او د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي.

دغه خبره د استونیا ولسمشرې کرسټي کالیولایډ په کابل کې د ملي روغې جوړې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پر مسئلې او په دې تړاو پر نړیوالې او سیمه ییزه اجماع خبرې کړي.

نوموړې زیاته کړې، دوی په افغانستان کې د سولې له روان بهیر ملاتړ کوي او تمه لري چې له دې لارې افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راشي.

کرسټي کالیولایډ دغه راز ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې هم همکاریو ته تیار دی او هڅه کوي د دواړو لورو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.

عبدالله عبدالله هم په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان د سولې په تړاو د نړیوالو ملاتړ او اجماع مهمه ده او په دې برخه کې د استونیا له دایمي همکاریو مننه کوي.

نوموړي نن چهارشنبه/د ثور ۱/ کابل ته د استونیا د ولسمشرې د سفر په هکله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، «افغانستان کې د دې هېواد له حضور، مرستو او د سولې له پروسې د ملاتړ له امله مې ترې مننه او قدردانی وکړ. ورپسې مې د سولې په برخه کې په وروستیو هڅو، د دوحې په خبرو اترو، د استانبول کنفرانس د ځنډېدو په لاملونو، د افغانستان په سیمه ییزو اړیکو او د سولې په برخه کې پر کورنۍ اجماع معلومات وړاندې کړل.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب