Homeخبرونهطالبانو په زوره په خلکو د خپل قوماندان جنازه وکړه

طالبانو په زوره په خلکو د خپل قوماندان جنازه وکړه

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۲) وسلوالو طالبانو د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالي د وزیرو په پیرخېلو سیمه کې خلک په زوره د خپل قوماندان نیک محمد رهبر جنازې ته ورغونډ کړل.

د تیرې دوشنبې په ورځ د وري په ۳۰مه مازیګر ناوخته نامعلومو وسله والو د طالبانو يو مهم نظامي قوماندان مولوي نیک محمد رهبر د کوزې پښتونخوا د پيښور د حاجي کېمپ په سيمه کې وواژه.

په دغه برید کې له رهبر سره د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې مسوول عزيزالله مشهور په مصطفی په ګډون دوه تنه ټپيان هم شول.

د وسله والو طالبانو د دې قوماندان تر وژل کېدو وروسته د ننګرهار والي پر ټویټر ولیکل: «د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو يو مهم نظامي قوماندان مولوي نیک محمد رهبر نن دوشنبه مازیګر ناوخته د کوزې پښتونخوا د پيښور حاجي کیمپ سيمه کې وژل شوی او د ښاري شبکې مسوول عزيزالله مشهور په مصطفی په ګډون يې دوه ملګري ټپيان شوي.»

د ننګرهار والي نه و ویلي، چې د طالبانو دغه مهم قوماندان څنګه او چا وژلی دی، خو لیملي یې و چې نوموړی د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو یو له مهمو قومندانانو ګڼل کېده چې په دې ولایت کې د زیاترو بریدونو پلان جوړونکی هم و.

د طالبانو د یاد قومندان له وژل کیدو وروسته د پاکستان لپاره د داعش ډلې اعا وکړه چې نوموړی د دوی له خوا وژل شوی او یو شمیر ملګري یې ورته ټپیان کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې وه چې مولوي نیک محمد رهبر د دې ډلې یو مهم قوماندان و او په پېښور کې ووژل شو. خو دا یې نه دي ویلي چې دا قوماندان د چا له خوا او ولې ووژل شو.

مجاهد ویلي چې دا قوماندان په اصل کې د ننګرهار و، خو له پخوا په پېښور کې کډوال و.

د هغه په خبره، دغه قوماندان د روژې د تېرولو لپاره هلته خپلې کورنۍ ته ورغلی و، چې ووژل شو.

د طالبانو ویاند دغه راز زیاته کړې چې د نوموړي قوماندان جنازه یې د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالي کې ادا کړه او همدلته خاورو ته وسپارل شو.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې یاد قوماندان په اصل کې د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالي اوسیدونکی و، نو ځکه یې جنازه د یادې ولسوالي په «پیره خیلو» سیمه کې ادا شوه او په زرګونه ځایي خلکو په کې ګډون کړی وو.

د دې سیمې اوسیدونکی زوبیر احمد تاند ته وویل چې طالبانو په جوماتونو کې د هغه د جنازې اعلان وکړ او خلک یې وګواښل څو ټول یې په جنازه کې ګډون وکړي.

هغه وایي: ((طالبانو د شپې په جوماتونو کې اعلان وکړ چې د رهبر جنازه راوړل شوې او باید غټ واړه ټول پکې ګډون وکړي))

زبیر احمد چې خپله هم د رهبر د جنازې ګډونوال و، وایي په جنازه کې یې زرګونه خلکو ګډون کړی وو خو وایي ټول طالبانو په زوره ګډون ته مجبور کړي وو.

له بلې خوا د ننګرهار امنیتي چارواکي هم د وسلوالو طالبانو د دې نظامي قوماندان په جنازه کې د ډېر شمېر خلکو ګډون پر ځایي خلکو د وژل شوي قوماندان له ډلې او کورنۍ د خلکو وېره ښیي.

دا په داسې حال کې ده چې دا د وسله والو طالبانو دریم مهم قوماندان دی چې په دې وروستیو څو میاشتو کې په پېښور کې وژل کیږي.

افغان چارواکي تل ادعا کوي چې د پاکستان حکومت د وسله والو طالبانو مشرانو ته پناه ځایونه او جنګیالیو ته یې د روزنې مرکزونه ورکړي دي، خو پاکستان تل بیا دا خبرې رد کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...