جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهامریکا له افغانستان سره ۳ سوه ملیون ډالره مرسته اعلان کړه

امریکا له افغانستان سره ۳ سوه ملیون ډالره مرسته اعلان کړه

تاند(چهارشنبه، د ثور۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن (چهارشنبه) وویل، هیواد یې د خپلو پوځیانو تر ایستلو مخکې افغانستان ته ۳۰۰ ملیون ډالره نوره ملکي مرسته ورکوي.

ده وویل«دا مرسته اوس ورکول کېږي چې له افغانانو سره (د امریکا) دایمي ملاتړ څرګند شي.»

بلینکن همداراز وویل«دا پیسې به د تېرو ۲۰ کلونو د بریاوو پر ساتنې او هغو ته پر انکشاف ورکولو ولګول شي.»

ده په عین حال کې وویل چې دا پیسې به په افغانستان کې پر اقتصادي ودې، له فساد او مخدرو موادو سره پر مبارزې، روغتیايي اسانتیاوو، تعلیم او د ښځو د پیاوړتیا پر پروګرامونو ولګول شي.

ده د مدني ټولنې او د رسنیو د ملاتړ یادونه هم کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي«په داسې حال کې چې زموږ پوځیان په وتلو پیل کوي، موږ به له خپلو ملکي او اقتصادي مرستو څخه د افغانستان د پایښتي سولې او د افغانانو د روښانې راتلونکې لپاره کار واخلو.»

حاضردمه شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت دي. د امریکا ولسمشر ویلي چې ټول پوځیان به د سپټمبر تر یوولسمې پورې خپل هیواد ته ورولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...