پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره: طالبان سیاسي هوکړې ته تیار نه...

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره: طالبان سیاسي هوکړې ته تیار نه دي

تاند (پنجشنبه د ثور ۱) د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د افغان سولې په هکله په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس چې ټاکل شوې وه د اپریل په ۲۴مه په استانبول کې جوړ شي، وايي چې طالبان سیاسي هوکړې او سولې ته تیار نه دي.

د دې ادارې رئیس فضل محمود فضلي نن چهارشنبه/د ثور ۱/ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، افغان حکومت د ترکیې کنفرانس ته بشپړ چمتووالی لري، خو په وینا یې په دې ناسته کې د طالبانو نه ګډون وښوده ده چې نه سولې او نه هم سیاسي تفاهم ته تیار دي.‌

نوموړی زیاتوي، «د افغانستان اسلامي جمهوریت یاد کنفرانس ته په بشپړه توګه اماده دی. جمهور رئیس د کنفرانس عمومي اصولو ته په درناوي حتی د سولې حکومت یوه طرحه هم وړاندې کړه او د افغان وژنې درولو په موخه یې د هر هغه شرط منلو لپاره غاړه ایښې چې نتیجه یې پایداره او با عزته سوله وي.»

دده په خبره چې حکومت سولې ته ژمن دی او استازي یې هر وخت او په هر ځای کې مذاکراتو ته تیار دي، خو زیاتوي چې کله د افغان وژنې د درولو پرېکړه کېږي طالبان شاته ځي.

د ښاغلي فضلي په خبره، «اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټول افغانان په اتحاد او اتفاق سره د جمهور رئیس د مدبر زعامت لاندې یو موټي شو تر څو خپل ولس ته خدمات په سمه توګه ورسوو او د هغوی په وړاندې ودریږو چې ځان بادار، هوښیار او جامع الکملات ګڼي، د ولس په درایت او قضاوت هېڅ ډول باور نه لري او غواړي چې افغانان د دوی ظلم ته تسلیم شي.»

طالبانو تر اوسه د نوموړي خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې دا دوهم ځل دی چې دا غونډه ځنډیږي، لومړی ځل د دې غونډې لپاره د ځینو راپورونو له مخې د اپریل ۱۶مه نېټه ټاکل شوې وه او بیا دا نېټه د اپریل ۲۴مې ته وځنډول شوه.

خو د استانبول غونډې ترسره کوونکي هېوادونه وايي چې دا ناسته ښو پرمختګونو ته د شرایطو د برابرېدو په پار له ښکېلو لوریو سره تر پراخو مشورو وروسته ځنډېدلې ده.

استانبول ناسته ښو پرمختګونو ته د شرایطو برابرېدو په پار ځنډېدلې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب