Homeخبرونهد ننګرهار چارواکي: په جومات کې د ځانمرګي برید ترسره کوونکی ونیول...

د ننګرهار چارواکي: په جومات کې د ځانمرګي برید ترسره کوونکی ونیول شو

تاند (پنجشنبه د ثور ۱) چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې هغه ځانمرګی بریدګر نیولی چې په یوه جومات کې یې د برید کولو پلان درلود.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې د یوې اوونۍ په ترڅ کې اووه تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو د وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په نیول شویو کسانو کې یو ځانمرګی بریدګر هم شامل دی چې په شینوارو ولسوالۍ کې یې په یوه جومات کې د برید پلان درلود، خو هدف ته له رسېدو مخکې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې په مربوطاتو کې ونیول شو.

د خبرپاڼې له مخې د احمد په نوم دا کس د کوزې پښتونخوا اصلي اوسیدونکی دی چې د لواړګي په مدرسه کې روزل شوی و.

د چارواکو په وینا د ځانمرګي سربېره په یادو کسانو کې یو فرېبکار یو داعش او څلور وسله وال طالبان دي چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...