سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار ولسونه د سولې، جمهوریت او نظام د ملاتړ لپاره غونډه...

د ننګرهار ولسونه د سولې، جمهوریت او نظام د ملاتړ لپاره غونډه کوي

تاند (یکشنبه د حمل ۲۲) د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د یوې پراخې ولسي غونډې لپاره تیاری روان دی چې ولسونه به په کې د نظام، جمهوریت او امنیتي بنسټونو په ننګه غږ پورته کړي.

مسؤلین وايي ددې غونډې له لارې به په افغان حکومت او طالبانو غږ وکړي چې د ولس د سوکالۍ لپاره سوله او اوربند وکړي او په هېواد کې روان جنګ ته د پای ټکی کېږي.

د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر وايي، دغه غونډه به سبا دوشنبه/د حمل ۲۳/ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار اړوند شېرزي لوبغالي کې د سهار په اته بجو پیل شي.

نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه د هغه کارت سره یو ځای چې په غونډه کې یې د ګډون په موخه ننګرهاریانو ته استولی لیکلي، « سبا به له ننګرهاره د ژوند غږ پورته شي!»

د یادونې ده چې دا په نژدې څو ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون درېیمه ستره غونډه ده چې د جمهوریت په ملاتړ به ترسره شي.

د یادونې ده چې نن په کابل کې هم د جمهوریت په ملاتړ یوه پراخه ولسي غونډه ترسره چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړی و.

ولسمشر غني دغې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا د جمهوریت پر ساتنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د مشروعیت سرچینه اساسي قانون دی او د ننګونو په وخت کې اساسي قانون ته له مراجعې پرته بله لاره نه شته او که وي هم تر ګټو به یې زیانونه ډېر وي.

کابل؛ پر جمهوریت د چارواکو، ولسونو او ولسمشر ټینګار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب