Homeخبرونهاستانبول کنفرانس؛ په ګډ نهه ماده‌ییز لیک کې کوم مهم ټکي شامل...

استانبول کنفرانس؛ په ګډ نهه ماده‌ییز لیک کې کوم مهم ټکي شامل دي؟

تاند (یکشنبه د حمل ۲۲) ترکیې، امریکا ملګرو ملتونو او قطر، د افغان دولت او طالبانو پلاوو ته د ګډو اصولو تر عنوان لاندې یو نهه ماده ‌ییز لیک سپارلی دی څو د ترکیې ناسته کې ورباندې هوکړې ته ورسېږي.

په یاد متن کې راغلي چې افغانان له څو لسیزو جګړو ستړي شوي دي او دوی ټول د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې پرمختګ ته ژمن دي.

په دغه نهه ماده ‌ییز لیک کې ډېر مهم موضوعات راخیستل شوي دي، خو سراسري او تلپاتې اوربند، انتقالي حکومت او د همدې حکومت له لارې ټول شموله دولت ته زمینه برابرول، بشري حقونو ته درناوی، د تېرو لاسته راوړنو ساتنه، له نړیوالو، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتل د دغه متن مهم ټکي دي.

د یاد لیک په یوه ماده کې راغلي چې اسلام مقدس دین چې د افغانستان رسمي دین او د افغانانو د یووالي منبع ده او سیاسي مشارکت به د همدې دین په رڼا کې ترسره کېږي.

بله خوا د افغان دولت مرکچي پلاوي د پورته موادو تر څنګ په لاندې اصولو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د اسلام مقدس دين او عنعنات به د افغانستان د خلکو د ملي يوالي بنسټ وي، د افغانستان سياسي راتلونکی او سرنوشت به د رڼو او ازادو ټاکنو په اساس ټاکل کېږي، د سيمې او ګاونډي هيوادونه به افغانستان ته د بهرنيو جنګیاليو له ورتګ مخنيوی کوي او د سولې وروسته باید په هيواد کې د داخلي جګړو د رامنځته کېدو څخه د مخنيوي تضمين وجود وي.

ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې د ملګرو ملتونو د دې ۹ ماده ییز لیک کاپي ورته رسېدلی ده چې موخه یې د استانبول له غونډې مخکې د مهمو ټکو په هکله د افغان مرکچي او طالب پلاویو یوې هوکړې ته رسېدل دي.

ملګرو ملتونو؛ د ترکیې د ناستې په درشل کې ګډون کوونکو ته د افغانستان په اړه ځینې مهم موارد د هوکړې په موخه سپارلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...