سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهکابل؛ پر جمهوریت د چارواکو، ولسونو او ولسمشر ټینګار

کابل؛ پر جمهوریت د چارواکو، ولسونو او ولسمشر ټینګار

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۲) ولسمشر غني د کابل په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا د جمهوریت پر ساتنې ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني ویلي چې د مشروعیت سرچینه اساسي قانون دی او د ننګونو په وخت کې اساسي قانون ته له مراجعې پرته بله لاره نه شته او که وي هم تر ګټو به یې زیانونه ډېر وي.

هغه زیاته کړې چې د ده طرحه له روانې تپل شوې جګړې څخه عادلانه سولې ته تلل دي.

د نوموړي په وینا، که چېرته طالبان سوله غواړي نو را دې شي د لویې جرګې له لارې دې خپلې غوښتنې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړي.

ولسمشر غني همدا راز زیاته کړې چې سوله قرباني غواړي او په وینا یې دوی د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې دوی له خلیلزاد سره د ترکیې د غونډې پر اجنډا خبرې کړې دي او د دغې ناستې په اجنډا کې مهم موضوعات ټاکنې او اوربند دواړه شامل دي.

نوموړي نن د کابل په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته دغه راز ویلي چې که د ترکیې په ناسته کې هوکړې ته ورسېږي، نو د هوکړې هره برخه به د افغانستان لویې جرګې ته وړاندې شي.

صالح زیاته کړې چې دوی د سولې ټینګښت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي خو تر ټولو ستره اشتباه یې د پنځه زره طالبان زندانیانو خوشې کول وو چې په وینا یې د یادو پنځه زره زندانیانو له ډلې ۷۵ سلنه یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

هغه ټینګار کړی دی چې دوی به دا تېروتنه بیا تکرار نه کړي.

په عین حال کې په قطرکې د افغانستان سفارت په یوه لیک کې چې د بهرنیو چارو وزارت ته یې استولي ویلي ملګروملتونو، د امریکا متحدو ایالتونو، ترکیې او قطر د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو ته د نهو مواردو یادونه کړې چې پرې خبرې وکړې ترڅو د استانبول په غونډه کې د خبرو لپاره یو ټینګ اساس رامنځ ته کړي.

1 COMMENT

  1. مشروعیت د غربې نورمونو د ګ‌‌‌‌‌‌ډولې طومار نه دی، بلکې د ولس رایه ده کوم چې تاسو له پنځه دیرش ملیوني ولس نه له ټولو من‌‌‌‌‌‌ډو رامن‌‌‌‌‌‌ډو سره سره ایله اته لکه رایي را ټولي کړې او یوه رایه قریب پنځه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالره درته تمامه شوه.

    ملت سوله غواړي د سر ،مال او ناموس امن غواړي، نه ستا د اساسي قانون له غمه مړه دی او نه هم د جمهوریت او ټامهوریت له درده.
    ملت نه ستا پر ککرۍ مین دی نه د طالب ږیره!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب