دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeداسې هم شتهامریکا کې یوې ښځې په زړو جامو کې ۴۲ زره ډالره پیدا...

امریکا کې یوې ښځې په زړو جامو کې ۴۲ زره ډالره پیدا کړل

تاند ( یکشنبه، د حمل ۲۱ ) راپورونه وایي، په امریکا کې یوې ښځې چې بې وزله او غریبه وه زړې جامې راټولولې چې په یو کمیس کې یې ۴۲ زره امریکایي ډالره موندلي دي.

په امریکا کې په دې وروستیو کې یو شمېر سیمو کې د غریبو وګړو د ژوند د ښه والي په خاطر پیسې، خواړه او د ژوند د لومړنیو اړينو توکو د راټولولو لړۍ تېزه شوې ده.

د دې لړۍ د تېزوالي علت هم د کرونا ناورغۍ خورېدو سره د خلکو د ژوند د اقتصادي سطحې خرابوالی ښودل شوی دی.

د معلوماتو له مخې څه موده وړاندې یوې ښځې ته د جامو یوه خرڅوونکي ځينې هغه جامې د مرستې په توګه ورکړې چې زړې او له خرڅلاو لوېدلې وې او بل کس ورته سپارلې وې، ترڅو کوم غریب ته یې ورکړي.

ښځه چې دا جامې کور ته وړي، ګوري چې په جامو کې شاوخوا ۴۲ زره ډالره اېښودل شوي دي.

ښځه لومړۍ فکر کوي چې ممکن دا جعلي پیسې وي، خو وروسته پوهېږي چې پیسې اصلي امریکایي ډالر دي.

سم د واره یې هماغه دوکاندار ته وروړي، دوکاندار هم یو څه مخالفت او ټینګار کوي چې داسې به نه وي.

بالاخره هغه فکر کوي چې دا جامې ورته بل چا ایښودلې وې او هماغه کس به پیدا کوي.

کیسه پر دې ځای ختمېږي چې هغه کس د خیرات او انساني خواخوږۍ له مخې دا پیسې دوی ته په جامو کې ځای پر ځای کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې زموږ هېواد افغانستان هم د کرونا ترڅنګ د جنګ جګړو له کبله سخت ځپل شوی او ډیری خلک مو له اقتصادي بحران سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب