پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ارغنداب جګړه کې ولس ته سخت زیانونه اوښتي؛ شپږ میاشتې وروسته...

د ارغنداب جګړه کې ولس ته سخت زیانونه اوښتي؛ شپږ میاشتې وروسته د افغان پوځ لاسته ورغله

تاند (شنبه د حمل ۲۱) د کندهار ځايي چارواکي د ارغنداب  ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي او وايي چې دغه ولسوالۍ له شااوخوا شپږو میاشتو جګړو وروسته پرون د جمعې په ورځ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.

د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال محمد شریف رسولي ویلي، دغه ولسوالۍ له شااوخوا شپږو میاشتو وروسته د وسله والو طالبانو د شتونه پاکه شوې، خو په خبره یې چې لا هم ددې ولسوالۍ لارې او کوڅې په بمونو پوښل شوي دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړې چې اوس مهال افغان امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ماینونو د شنډولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د نوموړي په خبره، د ارغنداب ولسوالۍ جګړه کې د ځاني زیان ترڅنګ سلګونه عام المنفعه ځایونو او د ۷۰ سلنې ملکي خلکو کورونه تخریب شوي دي.

دده په خبره چې په تخریب شویو ځایونو کې شپږ ښوونځي، شاواوخوا ۲۰۰ پلچکونه، دوه غټ پُلونه، دوه مسجدونه او په وینا یې چې په سلو کې ۷۰ سلنه د خلکو کورونه تخریب شوي او ۳۰ سلنه یې پاتي دي.

بله خوا ځايي خلکو ویلي چې لاهم د دې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د ډزو او چاودونو غږونه اوري او وضعیت عادي نه دی.

د دوی په خبره چې چا یې پوښتنه نه کړې، کورونه او کښتونه یې خراب شوي او ګڼ نور تاوانونه ورته اوښتي، خو چا یې پوښتنه نه کړې.

خلک له حکومت غواړي چې د دې ولسوالۍ جګړه ځپلو سیمو ته مرستې ورسوي.

ارغنداب چې د کندهار زراعتي ولسوالۍ ده او د انارو له اړخه نړیوال شهرت لر، د تېر کال په میزان میاشت کې د انارو د حاصلاتو راټولولو پرمهال د وسله والو طالبانو له خوا حمله وشوه.

طالبانو تراوسه د ارغنداب ولسوالۍ د نیولو په هکله کوم څه نه دي ویلي.

د تېرې دوشنې په ورځ د افغانستان دفاع وزارت هم تایید ویلي و چې افغان ځواکونو د پيل شویو عملیاتو په ترڅ کې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو څخه پاکه کړې ده او امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د یادونې ده چې نه یوازې د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ دا ډول خبرونه خپرېږي بلکې په وروستیو څو میاشتو کې دد ولایت له یو شمېر نورو ولسوالیو هم د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوي او افغان ځواکونو او طالبانو یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب