پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+بې کتابه معارف|محمدنعمان دوست

بې کتابه معارف|محمدنعمان دوست

له اول تر دولسم ټولګي، ټولې زده کړې مې د کډوالۍ په مهال او په تنظیمي ښوونځیو کې کړي دي. کله تجیر لاندې، کله د خټین جومات په برنډه کې او کله هم پخو کرايي ودانیو کې.

هلته ځايي حکومتي ښوونځیو چې (ګورنمنټ سکول) یې بلل، منظمې ودانۍ، شنه ساحه او د لوبو لپاره میدانونه لرل؛ خو زموږ کیسه بیا داسې نه وه او دې تفاوت د محرومۍ احساس راکاوه.

په هرصورت؛ په دې ۱۲کلنه دوره کې مې هیڅ نه یادیږي چې موږ دې په خپل وخت کتابونه، نه وي ترلاسه کړي. (البته د لیسې دوره کې مشکوة المصابیح، ډیر کم و چې د تدریس وخت کې به یوه کتاب ته ګڼ زده کوونکي راټولیدو)

د تعلیمي کال له پیل سره سم به کتابونه، کتابچې او قلمونه ویشل کیدل. 

هیڅ مې نه یادیږي چې کوم شاګرد دې، کتاب په بازار کې اخیستی وي. حتی که له کوم یوه به ورک شو، نو ادارې ته به یې مراجعه وکړه او بل به یې ورکړ. 

خو متاسفانه دلته بیا په خپل وطن کې کیسه بدله ده. که یوازې تیره شل کلنه او د ډالرو د باران دوره په پام کې ونیسو؛ نو د معارف ستونزه پکې حل نشوه او څومره چې په کار وه هومره دې کلیدي برخې ته توجه ونشوه. دې وزارت ته جهادیان راغلل، لویدیځوال راغلل او نور بلا بتر راغلل؛ خو یوه هم داسې کارنامه پرینښوده چې معارف په پښو ودروي. له چا خیالي ښوونځي په میراث پاتې شول، له چا نور فسادونه او له چا…

ممکن ځینې تنظیم ضد عناصر ووايي چې ګوندې، د تنظیمونو ښوونځي محدود ول؛ نو ځکه د کتابونو د ویش ستونزه نه وه! خو دوی ته باید وویل شي چې ممکن د ټولو تنظیمونو له بودجې څخه اوس د معارف وزارت بودجه لوړه وي. بله خبره دا چې تنظیمونو ته بودجه اصلا د جګړې لپاره ورکول کیده، تمرکز په جګړه و؛ خو بیا هم معارف په سمه توګه روان و. نه په تقرر کې فرمایشونه او رشوتونه و، نه د زده کوونکیو کتابونه په بازارونو کې پلورل کیدل او نه…

د کتابونو ویش یوه جدي ستونزه ده چې معارف وزارت په تیرو شلو کلونو کې حل نه کړه.

لکه قصدي چې وي. د اوریدلو او لیدلو له قراره، ځینې وخت کتابونه ناوخته چاپیږي او ځینې وخت چاپ کتابونه بیا په ګودامونو کې مږکان خوري؛ خو په وخت نه ویشل کیږي. لکه مسوولین چې له مږکانو سره کومه رشته لري! 

هر کال زده کوونکي د کتابونو له کمبود سره مخ وي. حتی داسې وخت هم راغلی چې زده کوونکیو ځینې کتابونه له ازموینې ایله څو ورځې مخکې ترلاسه کړي دي. 

زده کوونکي مجبور دي بازار کې په داسې کیفیت چاپ شوي کتابونه واخلي چې په لوستلو یې سترګې اذیت کیږي او زړه تنګوي. بار بار مې خپلو اولادونو ته همدغه شان کتابونه اخیستي. 

نوې ستونزه

پخوا لږ شرم و. دا مانا چې د معارف چاپ رنګه کتابونه بازار کې نه پیدا کیدل؛ خو اوس له ښوونځیو مخکې ترې بازار ډک وي. هماغه د معارف لوګو او رنګه کتابونه ازاد پلورل کیږي. 

خو دې کې هم یوه لویه ستونزه شته. دا ستونزه د معارف وزارت یوې مسوولې په ډاګه کړه. هغه، چې نن ارمان اف ام راډیو کې میلمه وه، د بازار کتابونه یې مختلف وګڼل. دا مانا چې د چاپ کال پرې مثلا: ۱۳۹۹ لیکل شوی وي، خو محتویات یې د تیرو کلونو دي. دې مسوولې، د یوې علمي سپارښتنې په توګه وویل چې اخیستوونکي باید د کتاب محتوا وګوري چې نوې ده او که نه!

ښه، جنابې! چې تاسو کتاب نه ورکوئ، نو زده کوونکي مجبور دي په بازار کې یې واخلي. هغوی څه خبر دي چې د کوم کتاب محتوا سمه ده؟

ولې په بازار کې د تعلیمي نصاب دغه شان ګډوډو کتابونو پلور ته اجازه ورکول کیږي؟ 

دا یوه جدي موضوع ده. د دغه شان کتابونو اخیستل زده کوونکي له ګڼو ستونزه سره مخ کولای شي. مثلا: 

داسې وګڼئ چې په یوه ټولګي کې ۳۰ شاګردان دي، دوی بازار کې کتابونه اخلي، محتوا یې سره توپیر لري، ښوونکی به کوم یو تدریسوي؟ زده کوونکي مکلف دي د ښوونځي درسونه په کورونو کې تکرار کړي، دا چې ښوونځي کې ورته یو څه تدریس کیږي او د دوی په کتابونو کې بل څه وي، نو څه شی به تکرار کړي؟ 

او…

د طرحو وطن

د دې وطن ستونزه دا ده چې، که ټول نه وي، نو اکثریت یې د خبرو خلک دي او څوک چې ډيرې خبرې کوي نو خامخا به ترې کار پاتې وي.

ځینې یوازې د ستیج له سره غوړې غوړې وعدې کوي او ځینې بیا دومره سپین سترګي دي چې په لیکلې بڼه وعدې کوي او بیا یې د پوره کیدو په کیسه کې نه دي او په لوی لاس ځانونه د (وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ) په ډله کې راولي. 

د بېلګې په توګه:

د پوهنې وزارت دوه کاله وړاندې، د ۱۳۹۹ کال لپاره یوه غوړه وعده په دې توګه ثبت کړې وه:

(( … او هر کال به د تعلیمي کال له پیل څخه وړاندې زده کوونکیو ته د درسي کتابونو بشپړ سیټ ورکړل شي. ))

دا دی اوس آن ۱۴۰۰ کال دی. سړو سیمو کې د نوي تعلیمي کال له پیله هم نږدې درې اونۍ پوره شوي؛ خو آن د کابل ښوونځیو کې د کتابونو درک نشته.

دا وعده خلافي نه ده، نو څه ده؟ 

د دغه شان وعده خلافیو زیان دا دی چې خلک د دولت په ټولو کارونو بې باوره کوي او چې کله څوک بې باوره شول، نو بیا ترې د همکارۍ تمه نه ده په کار او حتی ډیر ځواکمن دولتونه هم پرته د ولسونو له همکاریو ناکام دي. 

په هرصورت؛ 

پوهنه د یوه وطن د ملا د تير حیثیت لري، زموږ وطن چې په ملا مات دی یو دلیل یې دا دی چې دغې برخې ته نه یوازې دا چې کافي توجه نه کیږي، بلکې کافي خیانتونه پکې ترسره شوي او لا روان دي او له پوهنې سره خیانت بیا له نسلونو سره خیانت دی.

ځوروونکې دا ده چې نور هیوادونه د کلونو په تیریدو وړاندې ځي؛ خو موږ بدبختان بیا شاته روان یوو. وګورئ؛ زموږ په وطن کې د ښوونځیو د درسي کتابونه د چاپ له پیله یوه پیړۍ اوړي. په دې موده کې موږ هغه ځای ته بیرته نه یوو رسیدلي چې یوه پیړۍ مخکې پکې وو.

د ابتدايي دورې لپاره د پښتو لومړی درسي کتاب د مترقي پاچا امان الله خان د دورې په لومړیو کلونو ( ۱۳۰۰) کې چاپ او شاګردانو ته وویشل شو. فکر نکوم چې یوه پیړۍ پخوا دې زموږ زده کوونکیو ته کتابونه، نه رسیدل او یا یې بازار کې اخیستل؛ خو اوس…

وړاندیزونه

د پوهنې وزارت دې له هر ډول سیاسي، قومي او… سهمه بیرون شي. په دې وزارت کې دې یو عمومي او جدي چاڼ وشي او هر هغه څوک ، چې په هر موقف کې وي، مجازات او بیا له دندې لرې کړای شي چې غفلت او خیانت یې کړی وي. د تیرو غافلینو او خاینانو دوسیې دې هم راوسپړل شي. ځکه د پوهنې وزارت خاینان د دې وطن د نسلونو خاینان دي او هیڅ د بخښنې وړ نه دي.

د دې وزارت پر کړنو یو دوامدار او جدي نظارت ته اړتیا ده. داسې نظارت چې نظارت کوونکي پرته د وطن له ګټو نورو هیڅ ګټو ته ژمن نه وي او په خپله دنده کې پوره صلاحیت ولري. 

۱۴۰۰/۱/۲۱

نعمان دوست

ماخذونه:

عبدالباري جهاني، پښتو ژبې لومړنی درسی کتاب 

د پوهنې وزارت ویب پاڼه 

د حدیث شریف یوه برخه 

عکسونه: کاپي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب