سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهکابل کې د داعش ډلې یو مهم غړی ونیول شو

کابل کې د داعش ډلې یو مهم غړی ونیول شو

تاند (شنبه د حمل ۲۱) د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د داعش ډلې یو مهم غړی او سرګروپ نیولی دی.

د امرالله صالح له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوی کس غلام ناصر نومېږي، په الخراساني مشهور او د غلام سخي زوی دی چې په کابل کې یې په ګڼو ترهګریزو او تخریبي پېښو، انسان تښتونې، د لواطت په بد عمل او نورو جنایتونو کې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، الخراساني د کابل له لوېدیځ څخه یو ۱۴ کلن ځوان تاله برفک ته تر تښتولو وروسته لومړی سخت شکنجه کړی، وروسته یې لواطت ورسره کړی او بیا یې وژلی و.

د امرالله صالح د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر اساس، الخراساني تر دغو کړنو وروسته د څه وخت لپاره ځان پټ کړی و، خو بالاخره د ملي امنیت ځواکونو له خوا د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې ونیول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب