جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د مشورو لپاره کابل ته راغلی

خلیلزاد د مشورو لپاره کابل ته راغلی

تاند ( شنبه، د حمل ۲۱)  د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او دلته یې د یادې شورا له رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

د مصالحې عالي شورا وايي، زلمي خلیلزاد د مصالحې عالي شورا له رئیس ډاکټر عبدالله سره د افغان سولې لپاره پر راتلونکو پړاوونو خبرې کړې دي.

سرچینې وایي چې خلیلزاد د مشورو لپاره کابل ته راغلی او دلته به له لوړ پوړیو مشرانو سره د سولې بهیر پر وروستيو پرمختګونو او د ترکیې په کنفرانس کې د افغانستان د جمهوري ریاست د سولې لار پر طرحه هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د مصالحې عالي شورا د مشرتابه شورا غړو کمېټې لخوا د سولې طرحه وروستۍ شي او ترکیې ناستې لپاره به یوه واحده طرحه وړاندې کړي.

افغان حکومت هم د ترکیې د ناستې لپاره د بشپړې امادګۍ خبر ورکړی دی.

که څه هم د ترکیې د ناستې په اړه کره نېټه نه ده اعلان شوې خو یو شمېر سرچینې وایي چې ښایي دا ناسته د روانې حمل میاشتې په ۲۷ مه نېټه جوړه شي.

په دغه غونډه کې به د افغان حکومت، طالبانو سربیره د سیمې او نړۍ د هیوادونو استازي ګډون وکړي.

تمه کیږي چې د دې غونډې په پایله کې د جګړې ښکیل لوري یوه جوړجاړي ته ورسیږي او پر مټ یې په هیواد کې روان کړکیچ پای ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب