سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد ترکیې کنفرانس؛ ولسمشر غني او خلیلزاد یې پر چمتووالي خبرې وکړې

د ترکیې کنفرانس؛ ولسمشر غني او خلیلزاد یې پر چمتووالي خبرې وکړې

تاند (شنبه د حمل ۲۱) ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ترکیه کې د افغان سولې د جوړېدونکي کنفرانس په هکله خبرې وکړې.

د ارګ په یوه بیان کې راغلي چې دغه لیدنه نن شنبه له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه.

د بیان په حواله په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د پرمختګونو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په هکله بحث او خبرې وکړې.

ویل کېږي خلیلزاد کابل ته د سفر پرمهال د ملي روغې جوړې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

بله خوا د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند ویلي چې د طرحې او مسودې د توحید کمېټې د استانبول په ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د طرحې د جزئیاتو په هکله نن یو ځل بیا خپل وروستی کار وکړ.

فریدون خوځون نن شنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه شورا به په راتلونکو ورځو کې د ټاکل شوي پلاوي طرحه برسي او وروستۍ کړي.

زلمی خلیلزاد په داسې مهال کابل ته سفر کړی چې ټاکل شوې روانه میاشت په ترکیه کې د افغان سولې په هکله یوه غونډه جوړه شي.

تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني د ترکیې د ناستې لپاره د بشپړ تیاري خبر ورکړی و او ویلي و چې له زلمي خلیلزاد سره به ورباندې بحثونه وکړي.

ښاغلي غني بیا د سولې یوه نوې طرحه وړاندې کړې، چې په کې اوربند، تر وخت وړاندې ټاکنې، د سولې حکومت او لویه جرګه یې مهم ټکي دي.

ولسمشر د دغه طرحې د تشرېح پر مهال پر افغان سیاسیونو، ګوندونو، جهادي مشرانو، مخورو او نورو بنسټونو غږ وکړ، چې د ترکیې د ناستې لپاره پوره چمتوالی ونیسي او په یوه طرحه او نظر سره په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

ښاغلي غني د ترکیې ناسته د افغانستان لپاره خورا مهمه وبلله او ویلي یې و دا په اصل کې له نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان یوه نوې موافقه ده.

افغان ولسمشر زیاته کړې وه چې هېواد کې د ملګرو ملتونو پر ضمانت د تل پاتې سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی او ان کولی شي د خپل واک موده رالنډه او تر وخت وړاندې ټاکنې وکړي.

خو خبرداری یې ورکړ، چې هېڅ ډول فشار ته به تسلیم نه شي او له ټاکنو پرته به په زور خپل ځای بل چا ته ورنه کړي.

محمد اشرف غني دا هم وویل چې هېڅ ډول بهرنۍ تپل شوې طرحه افغانستان ته سوله نه شي راوستی او نه به هم دی او مرستیالان یې پر هغه سند لاسلیک وکړي، چې د افغانستان خپلواکۍ ته په کې خطر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب