دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا کې د ۱۶ کارګرو مړي موندل شوي

پښتونخوا کې د ۱۶ کارګرو مړي موندل شوي

تاند (شنبه د حمل ۲۱) د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د ورکو شویو ۱۶ کارګرو مړي د پېښور په احسن خېل سیمه کې موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې دا کارګر لس کاله مخکې د کوهاټ اړوند دره ادم خېل سیمې نه تري تم شوي و چې اوس یې مړي موندل شوي دي.

ویل کېږي یادو کسانو په دې سیمه کې په یوه کان کې کار کاوه چې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوي و او ناڅرګند ځای ته لېږدول شوي و.

د معلوماتو له مخې، دغه شپاړس کارګر د سوات له شانګله سیمې سره تړاو لري چې پنځه هغه یې د یوې کورنۍ غړي دي.

ددغو کسانو خپلوانو ویلي چې دوی د خپلو عزیزانو په موندل کېدو خوښ دي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بیا غوسه دي او ددغه ډول کړونو پړه پر پاکستاني استخاباراتو وراچوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستان استخباراتي ادارې په دې ډول پېښو کې په لاس لرلو تورنوي او وایي، د دوی مبارزه د دغه راز زرګونو کورنیو لپاره پیل شوې او څو پورې چې یې پاکستاني ادارې په دې هکله ځواب ویلو ته حاضرې کړې نه وي په کرار نه کېني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب