جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهکندهار کې ناامني؛ تادين خان پورته او محمد شريف يې پر ځای...

کندهار کې ناامني؛ تادين خان پورته او محمد شريف يې پر ځای کېناست

تاند (شنبه د حمل ۲۱) د کندهار مخکیني امنيه قوماندان تادين خان له خپلې دندې استعفا ورکړې او پر ځای يې محمد شريف سرطیب د دغه ولايت امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.

تادین خان چې د جنرال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته د کندهار د امنیه قومندان په صفت دنده پیل کړې وه، تېره اونۍ یې د استعفا ورکولو راپورونه ورکړل شول.

نوموړي ويلي، دغه مسؤليت ته يې د کندهار د ولسونو او نظامیانو په غوښتنه اوږه ورکړې وه.

هغه زیاته کړې چې اوس دغه نظامي مسؤلیت د جنرال عبدالرازق یوه بل ملګري ته سپاري او خپله غواړي د هېواد په ملي سیاست، په ځانګړي ډول د سولې پروسه کې د ولس خدمت وکړي.

د راپورونو له مخې تادین خان د کندهار په استازيتوب د سولې د ملي روغې جوړې شورا د رهبر‎ۍ غړیتوب اخیستی دی.

نوموړی د جنرال رازق تر وژل کېدو وروسته د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په وروستیو کې د کندهار امنیه قومندان په توګه معرفي شو.

د يادونې وړ ده چې د کندهار لپاره نوي ټاکل شوي امنیه قومندان، ډګروال محمد شریف سرطیب له دې مخکې د درېيمې سرحدي لوا د قومندان په توګه دنده مخته وړله.

دغه تغیرات په داسې مهال راځي چې د کندهار له څو ولسوالیو څخه هره ورځ د جګړې راپورونه ورکول کېږي، دغه راز افغان ځواکونو او طالبان یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...