دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeداسې هم شتهد ټیک ټاک پاچا څوک دی او له دې کاریال څومره عواید...

د ټیک ټاک پاچا څوک دی او له دې کاریال څومره عواید لري؟

تاند ( شنبه، د حمل ۲۱)  ایا تاسو له ټیک ټاک کاریال سره اشنا یاست؟

ممکن تاسو به یوازې د ټیک ټاک له نوم سره اشنا وئ، ځینې یې ممکن يوازې وېډیو کتلو باندې عادت وي او یا به هم یو نیم ستاسو له منځه په ټیک ټاک کې لنډ وېډیو کلیپونه خپروي.

خو په دې باید پوه شو چې د نړۍ ځینې وګړي له انټرنېټ څخه زیاتې پیسې تر لاسه کوي.

خبره چې د ټیک ټاک ده، نو راپورونه وایي، یو کس په دوولس ساعتونو کې تر یونیم مېلیون ډېرې پیسې د ټیک ټاک په زریعه وګټلې.

زیک کېنګ چې اوس د ټیک ټاک پاچا په نوم هم یادیږي تر ټولو زیات په ټیک ټاک کې تعقیب شوی کس دی.

د معلوماتو له مخې، د نوموړي وروستی وېډیو ۵۸ مېلیون څخه زیاتو خلکو ته رسېدلې ده.

نو دې ته په کتو ویل کیږي چې زیک کېنګ په ټیک ټاک کې تر ټولو ډېر یعنې ۵۸ مېلیون مينوال لري.

د زيک کېنګ دا ریکاډ د ریکارډونو په نړۍ وال کتاب ګېنز کې هم ثبت شوی دی.

که له تاسو سره دا پوښتنه وي چې څنګه یو کس دومره تعقیبوونکي ولري، نو دا هم د هغو  خواریو ثمره ده، چې زیک کېنګ یې پر خپلو وېډیوګانو کوي.

نوموړی خپلې وېډیوګانې  لکه جادو ته ورته بڼه باندې جوړوي او  پر همدې اساس زیات خلک یې تعقیبوي.

په دې وروستیو کې د نوموړي دې جالبو وېډیوګانو په نړۍ کې شهرت وموند او ده ته یې د دې فرصت په لاس ورکړ چې اعلانات تر لاسه کړي.

اوس نو دا ځوان د نړۍ د لویو کمپنیو وېډیویي اعلانات د خپلو وېډیوګانو سره یو ځای کوي او بیا یې پر خپل ادرس خپروي چې هر اعلان یې زرګونه ډالره نغدي ګټه لري.

دی د ترکیې ایرلېنز هوایي شرکت سره هم قرارداد لري.

ده په لومړي ځل پر خپل یوټیوب کانال د زده کړو نړۍ وال سیستم تدریس کاوه، چې وروسته یې نورې ټولنیزې رسنۍ هم پر مخ یوړې او اوس زیک کېنګ د ټولنیزو رسنیو یو مهم او مشهور کاروونکی حسابېږي.

د ده هره وېډیو تر ۱ نیم مېلیون زیات کسان ګوري.

د معلوماتو له مخې، زیک کېنګز له خپلې مېرمنې او دوه بچیانو سره یو ځای ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټیک ټاک کاریال دې وروستیو کې په کور دننه افغانستان کې هم ډېر کاروونکي لري خو داسې کوم افغان به لا نه وي چې هغه دې له دې کاریال څخه عواید تر لاسه کړي؛ مګر د ساعت تیرۍ یا تفریح په موخه یې ډېر کاروونکي موندلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب