Homeخبرونهد افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د اوبو د ۴۴ بندونو د...

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د اوبو د ۴۴ بندونو د جوړولو چارې پیلېږي

تاند (سه شنبه د حمل ۱۷) د افغانستان حکومت وايي چې ډېر ژر به په هېواد کې د اوبو د ۴۴ نورو بندونو د جوړولو چارې هم پيل شي.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د اوبو د لا ښه مدیریت او تنظیم لپاره د ۴۴ نورو بندونو د جوړولو پلان لري.

ددې ادارې د معلوماتو پر اساس چې یاد بندونه تر ډېره په پکتیا، زابل، پکتیکا، ارزګان، غزني، میدان وردګ، فاریاب، غور، بادغیس، کونړ، نورستان، پروان او یو شمېر نورو ولایتونو کې جوړېږي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ویلي ددغه بندونو شمېر ۴۴ ته رسېږي او په وینا یې چې د یادو بندونو جوړولو باندې به څه باندې ۶۰۰میلیون ډالر لګښت راشي.

دې ادارې څه ورځې مخکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې اوس مهال په هیواد کې د اوبو د ۱۳ بندونو د جوړلو چارې روانې دي چې له دې جملې په کابل کې د شاه او عروس اوبو بند د جوړولو چارې ۹۰ سلنه مخته تللي او ټاکل شوې په نژدې وختونو کې د اوبو ذخیره کولو بهیر پکې پيل شي.

د یادونې ده چې تازه په نیمروز کې د کمال خان بند پرانیستل شوی او ټاکل شوې چې ولسمشر په نږدې ورځو کې په بدخشان کې د شورابک اوبو او برېښنا بند افتتاح کړي.

د کمال خان بند د پرانیستې پر مهال ولسمشر غني ویلي و چې د افغانستان اوبه به مهار کېږي او په خبره یې چې که ایران ترې اوبه غواړي، نو په بدل کې دې افغانستان ته تېل یا نور توکي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...