دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې هر کال د کبانو څه باندې دوه زره ټنه...

په افغانستان کې هر کال د کبانو څه باندې دوه زره ټنه غوښه تولیدېږي

تاند (دوشنبه د حمل ۱۷) د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي د هېواد په کچه د کب روزنې صنعت د ودې په حال کې دی او تر اوسه دوه زره او ۶۴۳ فارمونه جوړ شوي دي.

دې وزارت نن سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دغه فارمونو څخه هر کال څه باندې ۲۰۰۰ مټریک ټنه غوښه بازار ته وړاندې کیږي.

کبان د هېواد په ډېرو سیمو او ولایتونو کې شته، خو هلمند، کندهار، ننګرهار، کندز، ارزګان، کونړ او هرات د کبانو د غوښې په لویو تولیدوونکو کې راځي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه وزارت هر کال له ۸۰ نیولې تر ‍۱۰۰ پورې د کبانو نوي فارمونه جوړوي.

د دې وزارت د معلوماتو پر اساس، د کب روزنې پراختیا ددغه وزات په مهمو برنامو کې شامله ده، نو ځکه د خصوصي سکتور په همکارۍ هڅه کوي چې دا صنعت لا وده او پراختیا ومومي.

شیرماهي، لقه ماهي، خال ماهي، طیاره ماهي، موري ماهي، قنات ماهي او مار ماهي، د افغانستان مشهور کبان بلل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب