شنبه, مې 11, 2024
Homeداسې هم شتهیوه چینایي وګړي په انلاین بڼه د ډېرو توکو د خرڅلاو ریکارډ...

یوه چینایي وګړي په انلاین بڼه د ډېرو توکو د خرڅلاو ریکارډ ثبت کړ

تاند ( سې شنبه، د حمل ۱۷ ) چین کې یو ځوان په انلاین بڼه د توکو د خرڅلاو نوی رکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

دا ځوان چې شین یوشي نومیږي په ټولنیزو رسنیو کې ښه شهرت او ډېر مینوال هم لري.

نوموړي د خپلو مینوالو څخه په ګټنه انلاین خرڅلاو پیل کړي وو چې اوس یې کچه خورا لوړه او هغه پکې د مخامخ یا انلاین توکو خرڅولو نوی رکاډ په خپل نوم کړ.

د معلوماتو له مخې، یاد چینايي ځوان په ټولنیزو رسنۍ فېسبوک، ټوېټر، انسټاګرام، یوتیوب او ټیک ټاک کې د ښایسته وېډیوګانو په خپرولو سره مشهور شو او له دې لارې یې انلاین بازار جوړ کړ، چې اوس په مخامخ یا انلاین بڼه د ورځني توکي خرڅوي.

د راپورونو په حواله، نوموړي وړمه ورځ په دوولس ساعتونو کې شاوخوا ۴۷ مېلیون ډالره بازار موندنه وکړه او توکي یې په انلاین بڼه خرڅ کړل.

ده تر ډېره پورې د هنګ کانګ د شاپېنګ یا سینګار توکي پر خلکو خرڅ کړي دي.

ياد ځوان چې په ټولنیزو رسنیو کې پر سمبا مشهور دی، خپلو مینوالو ته وایي؛ دی د چین په لرې پرته سیمه کې ژوند کوي او د یوه کروند ګر زوی دی.

نوموړی زیاتوي چې ژوند یې پر کرهڼه روان دی، خو وایي اوس د انلاین تجارت له برکته یې ژوند مخ په عصري کېدو دی.

شی یوشي کمې زده کړې کړې دي او ورسره له خپل پلار سره په کروندو کې بوخت دی، خو داسې ښکاري چې نوموړی به اوس د کروندو پر ځای همدې انلاین سوداګرۍ ته زیاته پاملرنه وکړي.

ده ویلي، چې اخېستونکي یې اکثره د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي او بزګران دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د کرونا وبا پر راتګ او قرنطینونو سره انلاین تجارت خورا پرمختګ وکړ او د خرڅلاو یا تجارت سربېره اوس ډیری چارې په انلاین ډول ترسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب