یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهکرزی: حکومت سره د طالبانو یو ځای کېدل به سولې ته رسېدل...

کرزی: حکومت سره د طالبانو یو ځای کېدل به سولې ته رسېدل آسانه کړي

تاند ( سه شنبه، د حمل ۱۷)  پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ويلي، چې که طالبان له اوسني حکومت سره یو ځای شي، سولې ته رسېدل به لا زیات آسانه شي.

حامدکرزي د افغان سولې په اړه د ترکیې جوړېدونکې غونډه هم مهمه بللې او له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې له دغه فرصت څخه د یو پراخ بنسټه سیاسي حل لپاره ګټه واخلي.

نوموړي پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي کچه را ټیټه کړي او پر اوربند سره سلا شي.

حامد کرزي دغه راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او پاتې کېدل دواړه باید په مسوولانه توګه ترسره شي.

کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، هند باید په سیمه کې د یو مهم او اغېز لرونکي لوبغاړي په توګه د افغان سولې لپاره نړیوالو هڅو کې شامل او رغنده رول ولوبوي.

لاروروف دغه راز ویلي چې مسکو به د سولې خبرو کې د پرمختګ لپاره سیمې او نړۍ سره خپلې سلا مشورې یو ځل بیا پیل کړي.

ټاکل شوې چې لاوروف او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی آستازی ضمیر کابلوف به نن په یو دوه ورځني سفر اسلام آباد ته ولاړ شي او هلته به له پاکستاني لوري سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب