دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکرنې وزارت: د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه ځان بساینې...

کرنې وزارت: د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه ځان بساینې ته نږدې شوي یو

تاند ( سې شنبه، د حمل ۱۷ ) د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت چارواکي خبر ورکوي چې د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه یې د ځان بساینې هڅې ګړندۍ کړي او په ترڅ کې یې هدف ته نږدې شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، افغانستان په کال کې ۹۵۰ ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لرې چې دامهال ۵۴ سلنه یې د کورنیو فارمونو له لارې برابریږې.

د رستمي په وینا، په اوسط ډول هېواد کې دوه میلیارډه هګۍ مصرفیږې چې څه باندې ۳۰ سلنه یې له کورنیو فارمونو څخه ترلاسه کیږي.

د نوموړي په خبره له دې سره سره، چې اوسمهال له پاکستان، برازیل، ایران او قزاقستان څخه هېواد ته د چرګانه غوښه او هګۍ واردیږې خو په دې ورستیو کلونو کې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په دې برخه کې د هېواد د ځان بساینې لپار هڅې تېزې کړې دي.

رستمي وايي، د یاد وزارت له خوا په تېر مالي کال کې د چرګانو د روزنې څه باندې ۴۰ نوي فارمونه چې له پنځه زرو څخه تر ۳۰ زرو پورې د چرګانو د روزنې ظرفیت لری جوړ شوي دي.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې تېر کال کې هېواد کې د چرګانو یو زر او ۹۰۰ غېر فعال فارمونو بیا ځلې په فعالیت پیل کړی دی.

له دې ډلې یواځې ننګرهار کې د ۲۴۸ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې د چرګانو روزنې دوه زره شيټه فارمونه شته چې هره ورځ د ياد فارمونو څخه مارکيټ ته شپيته زره چرګان عرضه کيږي، همدا راز په دې ولايت کې د هګيو د توليد درې بريډر فارمونه او د چرګانو د خوراکي اته توليدونکي فابريکې شتون لري.

دغه راز د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په یاد ولایت کې شاوخوا (۱۱۹) د چرګانو روزنې فارمونه شتون لري چې له دې جملې یې ۶۳ فارمونه د خوصوصي سکتور له لارې نوي جوړ شوي دي.

د اټکل له مخې یادو فارمونو کې تر ۵۶۱ زره او ۳۲۰ پورې غوښین چرکوړي او چرګان روزل کیږي چې په هرو ۴۵ ورځو کې شاوخوا یوزرو ۱۲۲ مټریک ټنه غوښه تولیدوي.

همدارنګه بلخ کې هم د چرګانو روزنې ۶۲۰ فارمونه فعالیت لري.

په بلخ کې د فارمونو مدیر وایي د ورځې تر ۲۰ زره پورې نسلي چرګوړي تولید لري، د هګیو ۴۰۰ زره چرګان روزي، د غوښینو فارمونو د تولید کچه څه باندې ۴۰ زره ده چې د ننه په مزار شریف کې مصرف او ګاونډیو ولایتونو ته صادریږي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي له ګاونډیو هیوادونو عموماً د چرګانو خوسا شوې او تاریخ تېره غوښه واردېږي او د ځینو درملو په وسیله یې بوی له منځه وړي.

خو اوس چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د چرګانو زرګونو فارمونو فعالیت پیل کړی، له ګاونډیو هېوادونو څخه د چرګانو د غوښو او هګیو واردات هم ډېرې کمې کچې ته رارسیدلی دي.

عام افغانان هم خپل هېواد کې د هر ډول تولیدي فابریکو د جوړېدو هرکلی کوي او وایي دوی به کله هم د کورنيو تولیداتو په شتون کې بهرني توکي وانخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب