Homeخبرونهروسیه: د سیمه ایزې اجماع پیاوړتیا د افغان سولې په ګټه ده

روسیه: د سیمه ایزې اجماع پیاوړتیا د افغان سولې په ګټه ده

تاند(سه شنبه، د حمل ۱۷) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، څومره چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي دومره افغانستان او افغانان سولې ته نږدې کېږي.

د لاوروف په خبره هند په سیمه کې د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستندوی په توګه په دې پروسه کې مهم رول لري او باید خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

لاوروف زیاته کړې هند د افغان سولې په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه په جوړوو شوو کنفرانسونو او غونډو کې رغنده رول لوبولی دی او روسیه یې د هڅو ستاینه کوي.

دغه لوړپوړي روسي ديپلومات ویلي چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې اجماع په لا پياوړتیا کې هڅه کوي.

تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي وو، هڅه کوي د افغان سولې او دلته د سیاسي حل له درکه هند ته رامنځ ته شوې اندېښنې له منځه یوسي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ازبکستان ته تللی او هلته یې له ازبکستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا تر څنګ پر افغان سولې خبرې کړې دي.

ظریف ویلي چې دوی به د افغانستان د سولې په مسئله کې همکارۍ ډېروي او په دې باور دي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

ازبکستاني لوري هم ویلي چې دوی تل په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او د سیمې له هېوادونو سره په ګډه بیا هم په دې پروسه کې هر ډول اړینو همکاریو ته تیار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...