دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکا: په ټاکلي وخت له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل ستونزمن دي

امریکا: په ټاکلي وخت له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل ستونزمن دي

تاند(سه شنبه، د حمل ۱۷) د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وايي، د امریکا متحده ایالتونه په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل ګران کار بولي او په دې تړاو ولسمشر جوبایډن له خپلو سالاکارانو سره مشورې کوي.

د نوموړې په خبره، جوبایډن یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د راتلونکې مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل له تخنیکي او لوجستیک پلوه ګران دي او دوی په دې اړه د ملي امنیت له ټیم او سلاکارانو سره مشورې کوي، چې یوه حللاره ورته پیدا کړي.

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ځینې امریکايي چارواکي څلورو مواردو ته اندېښمن دي.

د دوی په وینا، د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان د سولې تړون پر ژمنو عمل وکړي؛ له القاعدې سره به اړیکې پرې کړي؛ له افغان حکومت سره به د سولې په خبرو کې پرمختګ وکړي او اوږد مهاله اوربند به اعلان کړي که نه.

بلخوا طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې که امریکایي ځواکونه د دوحې د تړون له مخې په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي، نو دوی به یې پر وړاندې غلې پاتې نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب