شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد حقاني شبکې د لویو بریدونو پلانوونکی ونیول شو

د حقاني شبکې د لویو بریدونو پلانوونکی ونیول شو

تاند(دوشنبه، د حمل ۱۶) له ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د حقاني شبکې د بریدونو طرحه کوونکی نیولی.

د سرچینې په وینا، نیول شوی کس عبیدالله نومیږي او په بلال، فاروق او ابراهیم هم مشهور و، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال پر دفتر یې د برید کولو طرحه هم جوړه کړې وه.

د سرچینې په حواله نیول شوي کس په ۱۳۹۶ کال کې د پېښور حقانیه مدرسه کې زدکړې کړي او له هغې وروسته د کویټې شورا ته تللی و، چې هلته یې افغانستان  کې د ځانمرګي برید لپاره چمتووالی ښودلی و.

 د معلوماتو له مخې نوموړي ته دنده سپارل شوې وه، چې په عبدالجبار قهرمان برید ترسره کړي؛ خو د قهرمان له مړینې وروسته یې ماموریت لغوه شو، چې بېرته ورته پېښور کې د مولوي نیک محمد له لوري، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د برید مسؤلیت ورکړل شو.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کس په وروستیو کې پلان درلود چې په مدني فعالي سیلۍ غفاري ځانمرګی برید وکړې چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ونیول شو.

ملي امنیت ریاست په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې یاد کس د زرغون بهیر د یو غړي پرمټ ځان یاد بهیر ته دننه کړی و او غوښتل یې، چې نور ځانمرګي هم یاد بهیر کې ځای پرځای کړي.

د یادونې ده چې د امرالله صالح په دفتر وسله واله حمله د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په شپږمه شوې وه چې له امله يې نږدې شل کسه ووژل شول او له پنځوسو ډېر ټپیان شول.

که څه هم هغه مهال د یادې حملې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه وو منلی خو صالح يې پړه پر طالبانو اچولې وه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب