Homeخبرونهکابل کې د علیپور پر ضد لاریون وشو

کابل کې د علیپور پر ضد لاریون وشو

تاند (دوشنبه د حمل ۱۶مه) نن په کابل ښار کې سلګونه کسانو د غیر مسؤوله وسله وال عبدالغني علیپور پر ضد لاریون وکړ.

لاریون کوونکو غوښتنه کوله، چې په میدان وردګو ولایت کې د ملي اردو د څرخې الوتکې د غورځېدو او څو پوځیانو د وژلو له امله باید د غیر مسؤوله وسله والو قومندان، علیپور ونیول شي او قانوني چلند ورسره وشي.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې، د ملي اردو یوه څرخي الوتکه، د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالي کې په راکټ وویشتل شوه، چې پړه یې علیپور په غاړه واخیسته.

په یاده پېښه کې د الوتکې ۴ تنه عمله او ۵ سرتیري ووژل شول.
له یادې پېښې سره سم په کور دننه او بهر د خلکو غبرکونونه راپورته شول، چې افغان حکومت په یاد ولایت کې د ګډو ځواکونو په مټ د علیپور پر ضد عملیات پیل کړل.

که څه هم په عملیاتو کې د نوموړي ګڼ شمېر کسانو ووژل شول او څه یې ژوندي ونیول شول، خو د چارواکو په خبره، چې علیپور له سیمې تښتېدلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...