دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهد تخار پوهنتون د محصلانو لاریون؛ څلور تنه ټپیان شوي

د تخار پوهنتون د محصلانو لاریون؛ څلور تنه ټپیان شوي

تاند (دوشنبه د حمل ۱۶) د تخار پوهنتون سلګونو تنو محصلینو نن سهار د استادانو د نه تدریس اعتصاب پرضد لاریون کړی او د څو ساعتونو لپاره یې یې د تخار –کندز لویه لاره د تګ راتګ پر مخ تړلې وه.

د راپورونو له مخې د لارې پرانستو په موخه د ورغلو پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ شخړه او ډزې شوي چې څلور تنه په کې ټپیان شوي دي.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ویلي، د لاریون کوونکو په ډله کې ځینو کسانو ډزې کړي، خو بله خوا محصلینو ویلي چې کله دوی له پولیسو سره ونښتل، پولیسو پرې ډزې وکړې.

نوموړي زیاته کړې، «محصلینو لاریون کړی و، په لاریون کې، ځینو کسانو غوښتل له لاریون ناوړه استفاده وکړي، ډزې شوې دي، دوه محصلین او دوه عام کسان ټپیان شوي دي.»

د یادونې ده چې حکومت څو میاشتې مخکې حکومت استادانو ته د استوګنې د نمرو د وېش خبره کړې، خو دغه د نمرو وېش تر اوسه نه دی پیل شوی چې د تخار پوهنتوند استادانو د نه تدیریس اعتصاب هم له ۷ ورځو راهیسې دوام لري.

د پوهنتون د استادانو په خبره، تر هغه چې حکومت ورته د استوګنې نمرې ونه وېشي، اعتصاب ته به دوام ورکوي، خو محصلین غواړي چې د استادانو اعتصاب پای ته ورسېږي څو کلنۍ ازموینې ترې واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پوهنتونونو کلنۍ ازموینې نن دوشنبه پیل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب