له ډېر پخوا وختونو راهیسې د انسانانو، ټولنو او هېوادونو تر منځ د اړيکو نیول او په موثره توګه د تبليغاتو کول لوی مشکل او له کړاوونو ډک کار و. ټول وخت انسانانو د اړيکو نیولو او تبلیغاتو له پاره له ډول ډول لارو چارو ګټه پورته کوله.
د اړيکو له پاره به يې د کسانو د لېږلو او رالېږلو، کوترو، اسونو، غشو، ډول، نغارو، شپېلۍ، بیرغونو، غږ ، اشارو، ټلیفون، ټلګرام، پوستې، فاکس او نورو لارو چارو ګټه پورته کوله. دا هرڅه د هر عصر د امکاناتو په رڼا کې کېدل. دا ټولې لارې چارې قدم په قدم یوه تر بلې ښه او د وخت د ضایع کېدلو په مخنيوي کې يې مرسته کوله.
د پروپاګند او تبلیغاتو لارې چارې هم له ستونزو خالي نه وې. د تبلیغاتو له پاره به هم دوی د ډول، نغارو، بیرغونو، اشارو، د موسیقۍ د مختلفو الاتو، مذهبي مبلغینو، لیکونو، کتابونو، اخبارونو، مجلو، انځورونو، مخابرو، راډیوګانو، ټلويزيونونو او نورو مختلفو لارو ګټه پورته کوله، چې یوه يې له بلې ښه. او موثره وه. خو د انټرنټ په اختراع سره د رسنیو په نړۍ کې ستر بدلون او انقلاب را منځ ته شو.
په وروسته پاتې او پرمختیايي هېوادونو کې تر ډېره پورې د انټرنټ له نامه سره خلک نا اشنا وو، ځکه چې لويو او د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو تر ډېرې مودې پورې د خپلې استفادې له پاره انټرنټ پټ ساتلی و. یوازې یې په استخباراتي څانګو کې له دې امکان څخه کار اخیست.
کله چې دغه له جادو او سحر څخه ډکه رسنۍ نړيواله شوه او خلک يې له جادويي تاثیر څخه خبر شول، له دې سره هغه ډار او وېره يې له منځه يووړه چې انسانانو له عصري کېدلو درلوده. تل به په دې فکر کې وو، چې څرنګه او په څه ډول د نورو له فرهنګي اغېز څخه ځان وساتي.
انټرنټ نړۍ سره وتړله. نړۍ يې په يوه کلي بدله کړه. د هېوادونو او انسانانو تر منځ اړيکې يې دومره سره نږدې کړې چې د سترګو په رپ کې د یوه او بل له حاله خبرېدلای شي.
انټرنټ د داسې يو بازار یا سوپرمارکېټ په څېر را منځ ته شو، چې هر څوک کولای شي هلته د خپلې خوښې او اړتیا وړ توکي ورڅخه په لږده موده کې تر لاسه کړي.
انټرنټ موږ ته د هر راز معلوماتو لاس ته راوړل اسانه کړل. ډېر اوږده واټنونه يې را لنډ کړل، د اوږده وخت کارونه يې راته په لږ وخت کې ممکن کړل، د نړۍ د مختلفو ولسونو دودونو او فرهنګونو سره يې اشنا کړو. راکړې ورکړې يې راته آسانه کړې، د یادګارونو ساتل يې هم اسانه کړل. په لويه پیمانه يې د روانې جګړې پر مخ وړل او د روانې جګړې پر ضد فعالیتونه ګړندي او اسانه کړل.
د دې ټولو ګټو تر څنګ که له انټرنټ په سمه توګه او په مسلکي ډول کار وانه خیستل شي، زیانونه يې هم تر ګټو کم نه دي.
بېځایه د انټرنټ استعمال د وخت ضایع کول او اقتصاد ته زيان رسوي. د خلکو تر منځ ټولنیزې اړيکې کمزورې کوي او انسانان د ګوښیوالي پر لوري رهنمايي کوي. په پرمختللې نړۍ کې هم پر دې غور روان دی، چې خلک د انټرنټ له مجازي نړۍ لیرې وساتل شي او د خلکو ترمنځ ټولنیز واټنونه کم نه شي.
کیدای شي ځينې کسان له انټرنټ څخه د مزخرفاتو او فحش د خپرولو له پاره کار واخلي چې دا د يوې سالمې ټولنې له پاره د زهرو په څېر زيان رسوي.
که په پوځي برخه کې د انټرنټ د ګټو او زيانونو په هکله تم شو او ورته په ژوره توګه پاملرنه ونه کړو، کېدلای شي چې دښمن د ټولنیزو شبکو «فېسبوک، واټس اپ، سيګنال، ټلگرام، مسینجر، تویټر، انستاګرام، یوټیوب، وایبر او نورو» له لارې د خپلو موخو له پاره ناوړه تبلیغات په کار واچوي او د دې لارې د یوه هېواد د خلکو پر پاکه اراده او احساساتو برید وکړي.
که په ځیر سره وګورو نن ورځ د ټولنیزو شبکو له لارې په غلطو او بدلو نومونو زموږ د هېواد د سولې او یووالي پر ضد ناوړه پروپاګندونه پیل شوي دي. د همدغو شبکو له لارې دښمن کوښښ کوي چې په هېواد کې جګړه توده وساتي او د خلکو تر منځ د یووالي او ګد ژوند مخه ونیسي. هېوادوال باید په دې و پوهېږي چې د ټولنیزو شبکو له لارې دښمن رواني جګړه پر مخ وړي او د دې لارې زموږ په هېواد کې جګړه توده ساتي.
د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق تخم شيندي، د هېواد د پرمختګ مخه نیسي. یو او بل مو سره جنګوي. دوی د رواني جګړې له لارې هېواد ته زموږ د مینې او وفادارۍ اراده کمزورې کوي.
په کار ده چې له انټرنټ او ټولو ټولنیزو مجازي رسنیو څخه د هېواد د پرمختګ، د یووالي او سولې له پاره کار واخلو. د دښمن د تبلیغاتو ښکار نه شو. دوست او دښمن سره فرق کړو. بېځایه د دښمن په ناروا تبلیغاتو باور ونه کړو. تل د یووالي او هېواد ته د مینې او باور ورکولو خبرې وکړو. د بریا لاره یوازې په یووالي او په مينه کې ده.
جهالت او نفرت ټولنه څه چې هېواد او هېوادونه له منځه وړي او د نيستۍ کندې ته يې ور ټیل وهي.
د تلپاتې سولې په هیله