دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهمدني فعاله فاطمه یوسفزۍ په هدفي برید کې ټپی شوه

مدني فعاله فاطمه یوسفزۍ په هدفي برید کې ټپی شوه

تاند (دوشنبه د حمل ۱۶) د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې موټر سایکل سپرو په یوې مېرمنې برید کړی او هغه یې ژوبله کړې ده.

د معلوماتو پر اساس، د احمدشاه بابا مېنې ۱۵ بلاک کې په فاطمې یوسفزۍ چې ویل کېږي مدني فعاله ده، دوو موټر سایکل سپرو نن دوشنبه پرې د بوکس پنجې وارونه کړي او هغه یې ټپي کړې یې ده.

د سیمې د خلکو په خبره چې موټر سپرو غوښتل د مېرمن یوسفزۍ ټلیفون او پیسې وتښتوي، خو غله بریالي شوي نه دي او له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

ځايي خلک وايي، که د غلو مخنیوی ونه شي، نو لرې نه ده چې یوه ورځ به یې ناموس ته هم لاس واچول شي، «هغه خبره ریښتیا شوه چې د بابا مېنې ولس که غږ پورته نکړي نو یوه ورځ به یې غله ناموس ته هم لاس واچوي، هغه ورځ نن وه.»

بله خوا فاطمې یوسفزۍ ویلي چې مسؤلین باید د سیمې په امن کولو کې خپل مسؤلیت ادا کړي او د ورته پېښو مخنیوی دې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې او ولایتونو کې د نورو امنیتي ستونزو سره سره خلک د دا ډول پېښو څخه سر ټکوي او وايي چې په رڼا ورځ د ښار او بازار په منځ کې چور کېږي او د جېب سامانونه یې ترې تښتول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب