جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپوتین تر ۲۰۳۶ پورې د ولسمشر پاتې کېدو قانون لاسلیک کړ

پوتین تر ۲۰۳۶ پورې د ولسمشر پاتې کېدو قانون لاسلیک کړ

تاند- د روسیې د نوي اساسي قانون پر اساس، چې پرون (دوشنبه) ولادیمیر پوتین توشیح (لاسلیک) کړ، نوموړی به تر ۲۰۳۶ م کال پورې په واک کې پاتې شي.

ولادیمیر پوتین له تېرو دوو لسیزو راهیسې د روسیې واکمن دی. دی ۶۸ کلن دی او د اوسني قانون پر اساس به تر ۸۳ کلنۍ پورې د روسیې ولسمشر وي.

په روسیه کې د ولسمشرۍ دوره شپږ کلنه ده.

په ۲۰۰۸ م کال د دې لپاره چې پوتین د روسیې د اساسي قانون پر اساس د درېیم ځل لپاره د ولسمشر کېدو اجازه نه لرله، ځان صدراعظم کړ خو واک یې تر خپل ولسمشر دیمیتري میدوېدیف ډېر و.

د روسیې د مخکیني اساسي قانون پر اساس، ښاغلي پوتین حق نه درلود چې د ۲۰۲۴ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي خو تېر کال له یوې ټولپوښتنې وروسته د روسیې د انتخاباتو نوی قانون د دغه هیواد پارلمان تصویب کړ او اوس د دې پرېکړې پر اساس به پوتین تر ۲۰۳۶ م کال پورې د ولسمشرۍ پر چوکۍ ناست وي.

د ده منتقدان وايي چې ټولپوښتنه مصنوعي او د پوتین په لاس ترتیب شوې وه.

د انتخاباتو د نوي قانون پر اساس، پوتین حق لري چې دوې دورې نور هم، یعني د ۲۰۲۴ او ۲۰۳۰ کلونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.

د پوتین منتقدان د دې معنا دا بولي چې پوتین سل په سلو کې بریالی کېږي ځکه چې خپل مخالفان سر پورته کولو ته نه پرېږدي.

که پوتین تر ۲۰۳۶ پورې ژوندی او واکمن پاتې شي، د پخواني شوروي اتحاد له ظالم زورواک ژوزیف ستالین وروسته به د ده د واک دوره د پخواني شوروي پر اصلي هیواد یعني روسیې د واکمنۍ تر ټولو اوږده موده وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب