شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار کرنې رياست ۸۲۵ بېوزلو مېرمنو ته کاري زمینې برابرې کړي

د ننګرهار کرنې رياست ۸۲۵ بېوزلو مېرمنو ته کاري زمینې برابرې کړي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۱۶)  د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي په دې ولایت کې یې ۸۲۵ تنو بې وزلو مېرمنو ته کاري زمینې برابرې کړي دي.

د دې ولایت د کرنې رئيس وایي، دوی هڅه کوي څو ميرمنو ته د ځان بسیاينې او اقتصادي پیاوړتیا پروګرامونه ډېر کړي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې په یاد شمېر مېرمنو کې ۱۰۰ تنه یې په اچین او دوربابا ولسواليو کې لمریز وچوونکي دستګاوې او د سبزیجاتو او میوه جاتو د پروسس په برخه کې په کار بوختې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه راز دويم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام، د دې ولایت په ۱۰ نورو ولسواليو؛ بهسود، کوز کنړ، سره رود،  کامې،  روداتو،  مومندرې ، خوږياڼو، ګوشتې ، لعلپورې او دره نور کې ۳۰۰ تنو مېرمنو ته د سبزیجاتو تخمونه ورکړي،۱۵۰ تنو ته یې د مالدارۍ د محصولاتو د پروسس بستې ورکړي، ۷ مېرمنو ته شنې خونې  او ۶ مېرمنو ته د ځمکني توتانو ننداریزې قطعي جوړې کړي دي.

د سرچینې په خبره د اقلیم د بدلون له کبله د رامنځته کیدونکو خطرونو د کمولو پروژې بیا دغه راز ۴۰ نورو مېرمنو ته  ته غټي او وړې  شني خونې ،  دوه نرسریاني ، ی۱۷۰ مېرمنو ته د شېدو ټولولو بستې او ۵۰ مېرمنو ته د روب ، اچار ، مربا او کیچپ جوړولو مرکزونه جوړ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب